د لاس رسي وړ اتصالات

آیا تایوان د امریکا او چین تر منځ د جګړې سبب کېدای شي؟


متحده ایالات د تایوان سره نږدې اړیکې پالي خو چین یې خپله خاوره بولي
متحده ایالات د تایوان سره نږدې اړیکې پالي خو چین یې خپله خاوره بولي

د تایوان په سر د چین او متحده ایالاتو جنجال ورځ تر بلې ډیریږي خو پوښتنه دا ده چې بیجنګ او واشنګټن چې دواړه یې اتومي ځواکونه دي په یو بل تر کومې اندازې فشار اچول مناسب بولي.

ځیني پدې اند دي چې د نړۍ د دغو دوو تر ټولو د ستر اقتصاد لرونکو هیوادونو تر منځ که توده جګړه کیږي، یوازینی دلیل به یې تایوان وي.

واشنګټن د تایوان سره نږدې اړیکې پالي خو چین یې بیا خپل یو ولایت بولي او کوښښ کوي د خپلې خاورې سره یې یو ځای کړي.

چین د همدې روانې میاشتې په پیل کې د تایوان هوایي دفاع سیمې ته دومره ډیرې جنګي جیټ الوتکې ولیږلې چې ساری نلري. د تایوان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې چین به ښایي په ۲۰۲۵ کال کې پدې وتوانیږي چې پدې هیواد بشپړ یرغل وکړي.

د امریکا متحدینو هم د تایوان سره د ملاتړ په خاطر مټې بډ وهلي. جاپان په قاطع توګه کوښښ کوي چې تایوان د سوداګرۍ په یو سیمه ایز تړون کې را ګډ کړي او اسټرالیا چې د امریکا او بریتانیا سره تازه کوم امنیتي تړون کړی، تر ډیره حده ورته د چین د راپورته کیدو د مخنیوي د هڅو په سترګه کتل کیږي.

خو بل پلو بیا د امریکا د سټنفورډ په پوهنتون او امریکن انټرپرایز انسټیټیوټ کې کارپوهه اوریانا سکایلر ماسترو وایي چې د تایوان د هوایي دفاع په سیمه کې د چین د الوتکو پروازونه په نږدې وخت کې د یرغل لپاره چمتوالی نه ښیي بلکه غوښتل یې چې یو ساده پیغام ورکړي.

هغه وایي، "دا تایوان ته ویل دي چې هیڅوک یې مرسته نشي کولی. د امریکا، بریتانیا او اسټرالیا درې اړخیز امنیتي تړون او یا د تایوان په هکله د جاپان بیانونه یو یې هم ستراتیژیکه محاسبه نشي بدلوی. "

متحده ایالاتو لا هم تایوان د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت ندی پیژندلی خو د کانګریس د حکم سره سم متحده ایالات باید تایوان ته د خپلې دفاع په خاطر وسلې ورکړي.

سره لدې چې تایوان ته د امریکا د وسلو او نظامي مرستو ورکول چین قهروي خو ویل کیږي چې دې کار سوله او ثبات ټینګ کړی.

د امریکا او چین د جګړې امکان

د امریکا د وسله والو ځواکونو تر ټولو جګپوړي پوځي مشر جنرال مارک میلي څه موده وړاندې د کانګریس په یوې استماعیه غونډې کې ویلي و چې خپل چینایي انډول ته یې د دې وضاحت لپاره ټیلیفون کړی و چې ورته ووايي مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په چین د برید نیت نه درلود.

د اوسني جمهور رئیس جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان هم تیره اوونۍ د سویس د زوریخ په ښار کې د چین د جګپوړو دپلوماتانو سره د تایوان په هکله اوږدې خبرې وکړلې.

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا متحده ایالات به د تایوان د دفاع په خاطر چمتو وي چې په چین برید وکړي، د سپنیې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وویل، "اجازه راکړئ ووایم چې مونږ اوس اقدام کوو او کوښښ کوو چې د هغې ورځې د راتګ مخه ونیسو. "

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د فرانس پریس خبري اژانس ته تائید کړې چې د متحده ایالاتو د ځانګړو عملیاتو ځواکونه د تایوان سرتیري روزي.

XS
SM
MD
LG