د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په تګزاس کې د پولیسو پر یو مرکز برید شوی


یو مشکوک برید کوونکي ویلي چې پولیسو د ده زوی نیولی دی او هغه یې تورن کړی چې " ترهګر دی ".
یو مشکوک برید کوونکي ویلي چې پولیسو د ده زوی نیولی دی او هغه یې تورن کړی چې " ترهګر دی ".

امریکايي چارواکي وايي د شنبې په ورځ د تکزاس ایالت په ډالاس کې یو شمېر برید کوونکو د پولیسو د یو مرکز پر پولیس افسرانو ډزې کړي دي.

پولیس وايي سیمه یې کلابنده کړې او یو کس چې د عیني شاهدانو په خبره د مرمیو ضد ګاډي کې ناست و، د پېښې له ځای نه تښتېدلی دی.

پولیس وايي د عیني شاهدانو ضد او نقیضو خبرو، دا ستونزمنه کړې چې معلومه شي څو برید کوونکي په دغې پېښې کې ښکیل دي، خو چارواکي وايي هڅه کوي چې د برید انګیزه او علت معلوم کړي.

د ډالاس د پولیسو مشر ډیویډ براون وویل چې برید سهار وختې وشو، مشکوکو کسانو د پولیسو د مرکز مخې ته خپل ګاډي ودرول او بیا یې ډزې پیل کړي.

چارواکي وايي یو مشکوک برید کوونکی له سیمې تر تښتېدو مخکې د هیچینس په سیمه کې د ګاډو په تم ځای کې په خپل ګاډي سره د پولیسو یو ګاډی هم وواهه او همدغلته بیا ډزې تبادلې شوې.

ښاغلي براون وویل په ګاډي کې ناست تښتېدونکي مشکوک سړي ویلي چې پولیسو د ده زوی نیولی دی او هغه یې تورن کړی چې " ترهګر دی ".

پولیس وايي دغه مشکوک برید کوونکي ویلي چې نوم یې جیمز بول وایر دی او سپین پوستی امریکايي دی.

دغه مشکوک کس همدغه راز ویلي چې ګاډی یې له چاودېدونکو توکو ډک دی، خو پولیس وايي چې له هغه سره یې خبرې پیل کړي چې پېښه په سوله اییز ډول حل شي.

په پېښې کې تر اوسه د چا د زخمي کېدو او یا وژل کېدو راپور ورکړل شوی نه دی.

عیني شاهدان وايي لږ تر لږ څلور نور مشکوک برید کوونکي له نورو ځایونو څخه د پولیسو پر مرکز ډزې کړي دي چې یو شمېر یې په زینو کې ځای نیولی دی.

ښاغلي براوون وویل چې پولیسو د مرکز د باندې څلور بیکونه هم موندلي چې په یو کې یې چاودېدونکي توکي وو چې وچاودېدل.

د پېښې په اړه پوره جزییات وروسته خپریږي.

XS
SM
MD
LG