د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په کنیسې برید کوونکی برتانوی ملک فیصل اکرم و


د یرغمل نیولو پدې پیښه کې یوازې برید کوونکي وژل شوی او نور چا ته زیان ندی رسیدلی.

د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو اداره (ایف بي آی) وایي د ټکساز په ایالت کې په کنیسې کې یرغمل کوونکی د برتانیې تبع ملک فیصل اکرم و او ۴۴ کاله عمر یې درلود.

د ایف بي آی د ډالاس څانګې یکشنبه جنوري ۱۶) مرغومي۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې داسې کومه نښه نشته چې پدې برید کې بل تن هم لاس درلود.

په همدې حال کې د ګلبار اکرم په نامه یو تن چې ځان د برید ګر ورور بولي د انګلستان په شمال کې د بلک برن په سیمه کې د مسلمانانو د ټولنې د فیس بوک په پاڼې لیکلي چې ورور یې ذهني ناروغي درلوده.

ګلبار لیکلي، " غواړو ووایو چې د کورنۍ په توګه مونږ د هغه (برید کوونکي) د هر ډول کړنې مخالف یو او د زړه له کومې د ټولو قربانیانو نه ریښتیني بخښنه غواړو چې پدې ناوړه پیښه کې یې شامل و".
ښاغلي ګلبار همدرانګه لیکلي چې د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې د امنیتي ادارو سره په اړیکه کې دی او کورنۍ یې هیله لري چې د اکرم جسد به ورته وسپارل شي چې په بریتانیې کې خښ شي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن هم هغه رپوټونه تائید کړل چې برید کوونکي د پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي خوشې کیدل غوښتل.

جمهور رئیس بایډن وویل، "دا د ترهګرۍ عمل و او یو یو بریدګر کړی و چې ظاهراً یې د یو داسې شخص د خوشې کیدو غوښتنه درلوده چې لس کاله کیږي بندي ده".

میرمن عافیه چې په "ښځینه القاعده" مشهوره ده په افغانستان کې په امریکایي ځواکونو د برید په تور د ټکساز په ایالت کې بندي ده.

دا پاکستانۍ ډاکټر په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې ونیول شوه او د نیویارک يوې محکمې په ۸۶ کالونو بند تیرولو محکومه کړله.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر هم په کنیسې کې د برمته کولو پیښه غندلې او هغه یې د "ترهګرۍ او یهودانو ضد" عمل بللی.
ها خوا د عافیه صدیقي مدافع وکیل ویلي هغه (عافیه) د برمته نیولو پدې پیښه کې هیڅ لاس نلري او غندي یې. تر اوسه دا هم معلومه نده برید کوونکی د عافیه صدیقي سره څه اړیکه لري.

XS
SM
MD
LG