د لاس رسي وړ اتصالات

لیوډ ډاګیټ، لومړی دیموکرات استازی چې د بایډن څخه یې په ښکاره د ګوند کاندید په توګه د استعفا غوښتنه وکړه


لیوډ ډاګیټ د استازو په مجلس کې د ټکساز ایالت استازی دی.
لیوډ ډاګیټ د استازو په مجلس کې د ټکساز ایالت استازی دی.

د متحده ایالاتو د کانګرس استازو مجلس دیموکرات غړي لیوډ ډاګیټ سه شنبه جولای دویمه ( چنګاښ ۱۲) د جمهور رئیس جو بایډن څخه په ښکاره وغوښتل چې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره ددې ګوند له کاندیدۍ لاس واخلي.

ښاغلي ډاګیټ ویلي چې جمهور رئیس بایډن د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره په لومړنۍ انتخاباتي مناظرې کې ونشو کړی چې د "خپلو ډیرو لاسته راوړنو څخه په موثره توګه دفاع وکړي".

سره لدې چې تر دې وړاندې په متحده ایالاتو کې د "اندیښمنو دیموکراتانو" تر منځ پدې بحث روان و چې آیا د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د بایډن پر ځای بل کاندید ونومول شي که نه خو د استازو مجلس دا غړی لومړنی دیموکرات دی چې د بایډن د استعفا غوښتنه یې په ښکاره توګه کړې.

ښاغلي ډاګیټ په یوې اعلامیې کې ویلي چې جمهور رئیس بایډن باید د استعفا کولو "دردوونکې او سخته پریکړه" وکړي.

د استازو مجلس دې غړي پخپلې اعلامیې کې ویلي چې دا "قوي شکونو" ښکاره کول یې پدې معنی ندی چې د جمهور رئیس بایډن لاسته راوړنو ته درناوی نلري او دا یې هم ویلي چې د ټرمپ په پرتله، د بایډن لپاره خپل ځان نه بلکې امریکا لومړیتوب لري.

هغه لیکلي، "هیله مند یم چې هغه ( جمهور رئیس جو بایډن) به د استعفا دردوونکې او سخته پریکړه وکړي. زه د درناوي له مخې له هغه غواړم چې دا کار وکړي".

پخپله جمهور رئیس بایډن او یا انتخاباتي کمپاین یې تر اوسه د استازو مجلس دې غړي په څرګندونو تبصره نده کړې خو د دیموکرات ګوند جګپوړو غړیو د بایډن او ټرمپ تر منځ تر مناظرې وروسته د برحال جمهور رئیس سره خپل ملاتړ ښودلی.

د جمهور رئیس جو بایډن او مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تر منځ د جمهوري ریاست لومړنۍ انتخاباتي مناظرې وروسته چې ډیرو د ښاغلي بایډن "مایوسوونکې اجرا" بللې، یو شمیر دیموکراتان پدې بحث پیل کړ چې آیا د ۸۱ کلن بایډن پر ځای یو ځوان د جمهوري ریاست سیالیو ته ور وپیژنې که نه.

د متحده ایالاتو د یو پخواني جمهور رئیس جان ایف کینیډي د کورنۍ غړې ماریا شرویر په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې د جمهور رئیس بایډن تر مناظرې وروسته د دیموکراتانو تر منځ هیبت پیدا شوی. هغې د بایډن اجرا "په څو لحاظه زړه ماتوونکې" وبلله.

د امریکا په مشهورو ورځپاڼو کې هم په دیموکراتانو کې د همدې هیبت یادونه شوې. تر مناظرې وروسته مشهورو خبري ویب سایټونو، د دیموکرات ګوند او سپینې ماڼۍ کې یو شمیر مهمو چارواکو او د دې ګوند غټو مالي ملاتړ کوونکو پدې غور پیل کړ چې آیا بایډن د دې ګوند غوره کاندید کیدی شي که نه.

خو ددې ټولو اندیښنو او ګنګوسو سربیره، د جو بایډن د بیا د انتخاباتي ټیم د مطبوعاتو مشر مایکل ټایلر د جمعې په ورځ جون ۲۸ مه خبریالانو ته وویل چې هیڅ داسې خبرې نشته چې د بایډن لیرې کیدل غواړي.

ښاغلي ټیلر ډاډ ورکړ چې په بلې مناظرې کې چې د سپټمبر میاشتې په ۱۰ مې کیږي، جمهور رئیس ژمنه کړې چې د ټرمپ سره به ښه سیالي کوي.

تر مناظرې وروسته د نظر معلومولو یوې سروې کې ۴۹ په سلو کې برخې اخیستونکو ویلي چې د دیموکرات ګوند باید د بایډن پر ځای یو بل څوک د جمهوري ریاست انتخاباتو ته کاندید کړي او یوازې ۳۰ په سلو کې بیا ویلي چې برحال جمهور رئیس دې د کاندید په توګه پاتې شي.

ټاکل شوې چې د وروستي کاندید څرګندولو لپاره د دیموکرات ګوند ملي کنوانیسون د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په میاشت کې وشي او د پنجشبنې ورځې مناظرې وړاندې ښاغلی بایډن چمتو بریښیده چې د خپل ګوند کاندیدي ومني ځکه چې پدې ګوند کې بل دیموکرات سیال نشته.

که چیرته جمهور رئیس بایډن پخلې خوښې له کاندیدۍ لاس په سر نشي تقریباً نا ممکنه ده چې د دیموکرات ګوند کوم بل سیال به پیدا شي چې د هغه سره پدې مرحلې کې سیالي وکړي

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG