د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یوې میرمن ته د مرګ سزا ورکړل شوه چې د خپلې ملګرې د ګیډې څخه یې ماشوم پټ کړی و


ټیلر پارک ۲۹ کلنه ده او د چارشنبې په ورځ په مرګ محکومه شوه.
ټیلر پارک ۲۹ کلنه ده او د چارشنبې په ورځ په مرګ محکومه شوه.

د متحده ایالاتو د ټکساز په ایالت کې یوې میرمنې ته چې خپله یوه امیندواره ملګرې یې پدې خاطر وژلې وه چې د ګیډې څخه یې ماشوم غلا کړي، د مرګ سزا ورکړل شوه.

د محکمې په اسنادو کې ښودل شوې چې ۲۹ کلنې ټیلر پارکر ته د څو اوونیو محاکمې وروسته د همدې روانې نومبر میاشتې په ۹ مې د چارشنبې په ورځ د مرګ سزا ورکړل شوه.

هغې خپله ملګرې د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې وژلې وه.

دې میرمنې څو میاشتې خپل ملګري او د کورنۍ غړیو ته ویل چې امیندواره ده او آن دا خبر یې په ټولنیزو شبکو کې خپور کړی و.

پدې خاطر چې شک پرې ونشي، هغې آن د ځان لپاره د سلیکان جعلې خیټه اخیستې وه چې وښیي ماشوم یې په نس کې دی.

خو حقیقت دا وه چې دې میرمنې د جراحۍ له لارې خپل رحم لیرې کړی و او هیڅ امکان یې نه درلود چې ماشوم وزیږوي.

ددې قضیې څارنوال کیلي کرسپ منصفه پلاوي ته وویل شواهد به ښکاره کړي چې ۲۹ کلنې پارکر په جعلي ډول ښکاره کړې وه چې امیندواره ده او په کراتو یې په دې اړه ۲۱ کلنې هانکوک ته درواغ ویلي وو.

هغې وروسته د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتې په دریمه نیټه هانکوک ووژله او بیا یې د هغې له رحم څخه ماشومه غلا او ادعا یې وکړه چې دا ماشومه د هغې ده.

دا ماشومه یوه نجلۍ وه چې وروسته یې بیا د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په نهمه د اوکلاهوما ایالت په یو روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.
د محکمې په اسنادو کې راغلي چې قاتلې پارکر خپله ملګرې سیمنز هانکوک چې د امیندوارۍ په وروستیو میاشتو کې وه، سل چاقو وهلې وه.

د ملګرې تر وژلو وروسته، پارکر د هغې د ګیډې څخه ماشومه د ځان سره یوړله او د وژل شوې میرمنې یوه بله درې کلنه لور یې هم په کور کې یوازې پریښې وه.

پولیسو دا قاتله پداسې حال کې ونیوله چې نوې زیږیدلې ماشومه یې په غیږ کې وه او پولیسو ته یي ویلي و چې هغې کره دا ماشوم تازه پیدا شوی.

د قتل څخه یوازې څو اوونۍ وړاندې پارکر په مغازو او روغتونونو کې په امیندوارو میرمنو پسې ګرځیده، او په انټرنیټ کې یې د ماشوم د زیږیدو او د زیږون پر وخت د عملیات ویډیوګانې هم کتلې وې.

XS
SM
MD
LG