د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او جو بایډن په ایووا ایالت کې یو بل په اړه څه وویل؟


جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د پخواني جمهور رئیس مرستیال، جوبایډن د ایو وا په ایالت کې پر یو بل سخت انتقادونه وکړل.

دوی دواړو هڅه وکړه چې خلکو ته خپل سیاسي پیغامونه ورسوي او رایه ورکوونکي په دې قانع کړي چې څوک د ملت د مشري لپاره قوت او لیدلوری لري.

ډانلډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ( د جون په ۱۰ مه ) په ایو وا ایالت کې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته د وینا پرمهال وویل" امریکا باید یو ځل بیا د انرژۍ د بهرنیو تامین کوونکو له خوا برمته نشي، لکه څنګه چې د اوباما - بایډن یعنی خوبولي جو د ډلې پرمهال وه."

د ټرمپ یو قوي استدلال، د امریکا اقتصادي وده ده ، هغه وايي د تعرفو له لارې په میلیاردونو ډالر ترلاسه کیږي او له دې پیسو ۱۶ میلیارده بزګرو ته ورکړل شوي چې دا رقم تر هغه زیات دی چې چین د امریکايي بزګرو محصولات اخیستي.

مخکښ دیموکرات کاندید جو بایډن په ایووا ایالت کې د خبرو پرمهال د تعرفو په اړه د ټرمپ ادعاوي متناقضې وګڼلې.

هغه وویل جمهور رئیس ټرمپ د مکسیکو په وړاندې د تعرفو له ګواښونو ځکه تیرشو چې په دې پوه شوه په مشیگن او اوهایو کې به د خلکو ملاتړ بایلي.

بایډن د ټرمپ د مشري په څرګندوالي سختې نیوکې وکړې او هغه یې بنیادي ارزښتونو ته تهدید وباله.

جمهور رئیس ټرمپ تر دې وړاندې د راسمیوسن د راپور په حواله چې دده د تائید کچه یې ۵۰ سلنې ته نږدې ښودلې، په یو لړ ټویټونو کې د بیا ټاکل کیدو په اړه ډاډ څرګند کړی دی.

خو د کوینې پي یک پوهنتون "Quinnipiac University" د سروې له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوه، د هیواد په کچه بایډن د ټرمپ په پرتله په ۱۳ نمرو مخکې دی.

بایډن او ټرمپ تر اوسه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې د خپلو ګوندونو مخکښ کاندیدان دي. خو د ۲۰۲۰ کلا نوامبر میاشتې ته ډیر وخت پاتې دی او د ۲۰۱۶ کال ټاکنو وښوده چې د وروستیو شیبو تحولات هم له پامه نشي غورځیدای.

XS
SM
MD
LG