امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې په سیمه ایزو وخت د جمعې په ماښام د څو ساعتونو ځنډ وروسته د ټول هیواد په کچه د پروازونو د ممنوعیت پریکړه لغوه کړه.
راپورونه وایي چې د پروازونو په وړاندې دغه مموعیت د هوایي ټرافیک د کنټرول په سیستمونو کې د ارتباطاتو په برخه کې د مشکلاتو له امله رامنځ ته شوی وو.
د امریکا د ترانسپورت وزیر شان دفي ویلي دي چې د امریکا هوایي حریم د جمعې په ماښام په ۸:۱۵ دقیقې پرانیستل شو خو نوموړي خبرداری ورکړ چې پروازونه به په تدریجي ډول پیل شي او شرکتونه به یو څه وخت ته اړتیا ولري چې عملیاتي چارې عادي کړي.
نوموړي وویل:" زموږ سوچونه او روټرونه د ډیر فشار سره مخ وو او د مشکل سره مخ شول." نوموړي زیاته کړه :"البته باید ونه ویل شي چې په بشپړ ډول له کاره ولویدل خو هغه څه چې موږ د روټرونو څخه ترلاسه کول، د نه همغږیو او بې ثباتیو ښکارندویي یې کوله. له همدې امله مو پریکړه وکړه چې کارول یې ودروو."
شان دافي دا مشکل د امریکا د متحدو ایالتونو د هوایي چلند وسایلو د زړوالي له امله وباله او ټینګار یې وکړ چې د امریکا کانګرس باید ددې برخې د نوې کیدو لپاره اړینه بودیجه ورکړي.
د فلایت رادار ۲۴ په وینا، د جمعې د ماښام تر ۱۱:۳۰ دقیقو کابو ۱۰ زره پروازنه لغوه شوي وو چې ۲۲۰۰ د ډیلټا ایرلاینز او ۱۸۰۰ د امرکن ایرلاینز وو.
د الوتکو د تعقیب ویبپانه The plane-tracking website وایي چې په یو شمیر هوایي ډګرونو کې الوتکو د شاوخوا پنځو ساعتونو لپاره د ګیټ د ترسره ترلاسه کولو لپاره انتظار وکړ.
په یوه بې ساري ګام کې د امریکا د هوايي چلند فدرالي د جمعې په مازدیګر د هوايي ترافیک د کنټرول د مخابراتي او فریکونسۍ په سیسټمونو کې د پراخ اختلال له امله په ټول هېواد کې د الوتنو د ځنډولو پرېکړه وکړه او ویې ویل دا پریکړه "د غیرعادي شرایطو او د خوندیتوب د دلایلو له مخې" شوې ده.
د امریکا د هوایي چلند ادارې په ټولو هوایي ډګرونو کې د ستونزې د رفع کیدو پورې یوې الوتکې ته هم د پرواز اجازه ورنکړه.
فورم \ دبحث خونه