د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس د مشرې په کور برید ؛ بریدګر ویل "ننسي چیرته ده؟"


یو برید ګر جمعه اکټوبر ۲۸ (لړم۶) د کلفورنیا ایالت د سانفرانسیسکو په ښار کې د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د مشرې ننسي پلوسي په کور برید کړی او د هغې خاوند پال پلوسي یې ژوبل کړی.

پخپله ننسي پلوسي د برید پر وخت په کور کې نه وه.

یو شمیر امریکایي چارواکي چې د برید په هکله ورته معلومات ورکړل شوي، مطبوعاتو ته ویلي چې برید ګر د میرمن پلوسي کور ته د ننوتلو سره سم چغې وهلې، "ننسي چیرته ده، ننسي چیرته ده" او وروسته یې د هغې خاوند پال پلوسي سټک ته ورته آلې وواهه او کاري یې ټپي کړ.

دوو تنو چې دنوم نه ښودلو په شرط یې د فرانس پریس خبري اژانس سره خبرې کړي ویلي چې په برید کې ښاغلی پال پلوسي په سر او د بدن په نورو برخو کې ټپي شوی.

د سانفرانسیسکو په ښار کې روغتون هم تائید کړې چې ۸۲ کلن پال پلوسي ور سره بستر دی خو د هغه د روغتایي وضعیت په هکله یې څه ندي ویلي.

پولیسو برید ګر چې ډیوډ ډیپاپ نومیږي نیولی دی.

سره لدې چې د برید په هکله تحقیقات روان دي او تر اوسه دا هم نده معلومه چې د استازو مجلس د مشرې په کور دا برید ولې شوی خو کومې چغې چې (ننسي چیرته ده" برید ګر د برید پر مهال وهلې هغو شعارونو ته ورته دي چې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلویانو د کانګرس په ماڼۍ د برید پر وخت کولې.

دا برید پداسې حال کې کیږي چې ټاکل شوې بله میاشت په ټولې امریکا کې کانګریس د منځنۍ دورې انتخابات وشي او وار د مخه یې د کانګرس د غړیو او د هغوي د کورنیو د خوندیتوب په هکله اندیښنې پیدا کړي.

د کانګرس په ماڼۍ د برید څخه دوه کاله وروسته د متحده ایالاتو د قانون جوړوونکو پر ضد ګواښونه په دومره لوړه کچه دي چې ساری یې نه لیدل کیږي.

سره لدې چې د کانګرس غړیو ته په کورونو کې د امنیتي چارو د لا غوره کیدو په خاطر اضافي ډالر ورکړل شوي خو یو شمیر قانون جوړوونکو ویلي چې دا پیسې کافي ندي ځکه چې ځیني کسان د هغوي کورونو ته ورغلي او په مختلفو لارو چارو ګواښونه هم ورته شوي.

د متده ایالاتو د (پایتخت پولیس) چې د کانګرس د مشرانو د امنیت ساتلو دنده لري، وایي چې د استازو د مجلس مشره ننسي پلوسي د برید پر وخت په واشنګټن ډي سې کې وه.

د فدرالي تحقیقاتو اداره او د سنفرانسیسکو پولیس په ګډه د پیښې په هکله تحقیقات کوي.

غرګونونه:

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر د استازو د مجلس د مشرې په خاوند دا برید "شرمناکه کړنه" بللې او د هغه لپاره یې د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې.

په عین حال کې د سپینې ماڼۍ ویاند کارین ژان پییر ویلي چې جمهور رئیس جو بایډن د میرمن پلوسي سره خبرې کړي.

میرمن پییر ویلي، " نن سهار هغه (جمهور رئیس جو بایډن) د میرمن پلوسي سره خبرې وکړلې او د دې ناوړه برید څخه وروسته یې خپل ملاتړ ورته څرګند کړ. جمهور رئیس ټول تشدد غندي او دا غوښتنه یې هم کړې چې د میرمن پلوسي د کورنۍ په غوښتنه د هغوي محرمیت ته دې درناوی وشي".

XS
SM
MD
LG