د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ټاکنو قانون کې پام وړ تعدیلات راغلي


اورنګزیب دغه راز وویل د قانون په نوې طرحه کې د ولسي جرګې د ټاکنو سیستم هم د (MDR) سیستم ته بدل شوی دی.
اورنګزیب دغه راز وویل د قانون په نوې طرحه کې د ولسي جرګې د ټاکنو سیستم هم د (MDR) سیستم ته بدل شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ټاکنو اصلاحي طرحه چې په کې اساسي بدلونونه راوستل شوي د عدلیې وزارت ته استول شوې ده.

د دغه کمېسیون رئيس اورنګزیب د دوشنبې په ورځ مارچ اتمه ( کب ۱۸) خبریالانو ته وویل چې د برېښنايي تذکرې په اساس د رایې ورکوونکو د نوملړ جوړولو لپاره د تدابیرو نیول، د مالي او اجرايي خپلواکۍ لپاره د کړنلارو جوړول، د یو دایمي بهیر په توګه د ټاکنو په اړه روزنه او عامه پوهاوی د ټاکنو د قانون د نوې طرحې عمده برخې دي.

ښاغلي اورنګزیب دغه راز وویل د قانون په نوې طرحه کې د ولسي جرګې د ټاکنو سیستم هم د (MDR) سیستم ته بدل شوی دی.

هغه زیاته کړه که ټاکل شوې وي چې د ولایتي شوراګانو او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د نوي سیستم په اساس وشي، د ټاکنو د کمېسیون حقوقي څانګه به د عدلیې وزارت په همکارۍ د قانون په دې ماده کې هم بدلون راولي.

د دې طرحې په اساس ګوندونه، سیاسي ایتلافونه او نوماندان کولی شي چې د رایې ورکوونکو شرایط او نوملړ د ټاکنو کمېسیون ته وړاندې کړي.

ټاکل شوې چې دغه طرحه په عدلیې وزارت کې له تدقیق وروسته د کابینې تائید او بیا د ولسي جرګې تصویب ته وړاندې شي.

د افغانستان جمهوري ریاست ویلي چې د ۱۴۰۰ کال په دوبي کې به د غزني د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ښاروالیو او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له شمېرې یوه یې ترسره شي.

د ټاکنو د کمېسیون مرستیال مولانا عبدالله وویل چې د دغو ټاکنو د ترسره کولو لپاره عملیاتي پلانونه، مهالویش او د بودجې طرحه چمتو شوې خو تراوسه افغان حکومت د امنیت د خوندیتوب او بودجې په تړاو کمېسیون ته وروستی ځواب نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړه: "هرکله چې دغه دوه فکټورونه د دولت او نړیوالو مرستندویو بنسټونو له خوا چمتو شي، موږ حاضر یو چې د ټاکنو نېټه او مهالویش اعلان کړو".

مولانا عبدالله وویل که د سیاسي سلامشورو په نتیجه کې د بیړنیو ټاکنو د ترسره کولو په تړاو تصمیم ونیول شي د ټاکنو کمېسیون به شرایطو او فرصتونو ته په پاملرنې خپل دریځ څرګند کړي.

XS
SM
MD
LG