د لاس رسي وړ اتصالات

د بوش د فاتحې په مراسمو کې د پنځو امریکایي ولسمشرانو گډون


جورج بش د ولسمشرۍ لپاره په دويم وار انتخاباتو کې له بل کلنتن څخه ماتې خوړلې وه
جورج بش د ولسمشرۍ لپاره په دويم وار انتخاباتو کې له بل کلنتن څخه ماتې خوړلې وه

د امریکا د پخواني ولسمشر جورج هیربرت واکر بوش تابوت د چهارشنبې په ورځ (ډسمبر پنځمه) د واشنگټن په وخت د سهار په لسو بجو د کانگرس د مرکزي دهلیز څخه د رسمي مراسمو لپاره د واشنگټن لویې ملي کلیسا ته انتقال شوی دی.

د واشنگتن په ملي کلیسا کې د هغه د جنازې مراسم په یولسو بجو پیل شوي دي. په دغه مراسمو کې د امریکا پنڅه ولسمشران؛ د ولسمشر بوش زوی، پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش، جیمي کاتر، بل کلنتن، بارک اوباما او برحاله ولسمشر ډونالډ ټرمپ گډون لري.

په دغه مراسمو کې د ولسمشر بوش زوی، جورج ډبلیو بوش، د کاناډا پخوانی صدارعظم براین مالیروني، پخوانی امریکایي سناتور الن سمپسون او مورخ جان میچام ویناوې کوي.

د امریکا د یو څلویښتم ولسمشر د جنازې په دولتي مراسمو کې د گډون لپاره د بریتانیې شهزاده چارلس، د اردن بادشاه او ملکه ، د جرمني صدراعظمه انگلا میرکل د پولنډ ولسمشر او د نړۍ ځیني مشران واشنگتن ته راغلي دي.

د واشنگتن ځینې برخې د دغو مراسمو د ترسره کولو لپاره تړلي دي. حکومت د چهارشنبې ورځ ملي ماتم او او عمومي رخصتي اعلان کړې ده. په واشنگتن کې له رسمي مراسمو وروسته به د ولسمشر تابوت بیرته د تګزاس هیوستن ښار ته انتقال شي او هلته به د پنجشنبې ورځې تر اوو بجو پورې په کلیسا کې کیښودل شي.

ولسمشر بوش به د پنجشنبې په ورځ د بوش په ولسمشریز کتابون کې د خپلې میرمنې باربرا بوش او لور روبن ترڅنگ چې په څلور کلنۍ کې د وینې د سرطان له امله مړه شوې وه خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG