د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د طالبانو پخوانی مالي ملاتړی بشر نورزی له یو امریکایي سره تبادله شو


بشیر نورزی په منځ کې ولاړ سړی
بشیر نورزی په منځ کې ولاړ سړی

د طالبانو حکومت وايي چې یو امریکايي‌ وګړی مارک فریریکس یې د طالبانو د یو پخواني کلک مالي ملاتړي بشر نورزي سره تبادله کړی دی.

امریکایي رسنۍ وايي چې بشر نورزی څو کاله مخکې د امریکا نیویارک ته راغلی و او دلته بیا د نشه يي‌ توکو د قاچاقو په تور محکوم او د فدرال په زندان کې بندي شو. ځينو طالب چارواکو ویلي دي چې هغه «ګوانتنامو کې بندي» و.

مارک فریریکس یو امریکايي قراردادي‌ انجینر و چې په ۲۰۲۰ کې په کابل کې وتښتول شو او امریکایي چارواکو د هغه د خلاصولو په اړه له طالب چارواکو سره خبرې هم کړې وې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي نن دوشنبه سپټمبر ۱۹ (وږې ۲۸) په کابل کې د بشیر نورزي خلاصولو په مناسبت غونډې ته وویل چې هغه نن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د یو امریکايي وګړي "مارک فریریکس" سره په تبادله کې خوشي شو.

د امریکا حکومت یو مقام،‌ چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، رویټرز اژانس ته ویلي چې «حاجي بشر نورزی له مارک فریریکس سره» تبادله شوی.

امریکایي رسنۍ اې بي سي هم د ښاغلي‌ فریریکس د کورنۍ د غړو له خولې تائید کړې چې مارک فریریکس د طالبانو له زندان څخه خوشې شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د ښاغلي نورزي د خوشي کېدو په اړه وویل چې ښاغلي نورزي «اوولس نیم کاله د امریکا په متحده ایالاتو کې زندان تیر کړه» خو ویې نه ویل چې هغه ولې بندي و. ښاغلي متقي زیاته کړه چې بشر نورزی د طالبانو «یو کلک او خاص ملګری» و.

ښاغلي متقي د بشر نورزي خلاصول د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په اړیکو کې یو نوی باب وباله او تمه یې وښوده چې ورته پروګرامونه به دواړه هیوادونه سره نژدې کړي.

په خپله ښاغلي نورزي وویل چې د نوموړي تبادله به د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د سولې پیلامه وګرځي.

د راپورنو له مخې بشر نورزی په ۲۰۰۵ میلادي کال کې له امریکا چارواکو سره تر اړیکو نیولو وروسته امریکا ته تللی و چې وروسته د نیویارک په ایالت کې ونیول شو.

بشر نورزی د «طالبانو اسلامي امارت» بنسټګر ملا محمد عمر ته نژدې کس په ۱۳۸۷ کال کې په نیویارک کې په دې تور محاکمه شو چې امریکا ته یې د ٥٠ میلیونو ډالرو په اندازه هیروین قاچاق کړي دي. امریکايي څارنوالانو هغه مهال په نورزي باندې تور لګولی و چې په افغانستان کې یې د هیروینو د قاچاقو یوه شبکه لرله چې د طالبانو ملاتړ هم ورسره و.

امریکايي څارنوالانو همدارنګه پر نورزي تور لګولی و چې له طالبانو سره یې مرسته کړې ده او په بدل کې یې د خپلې شبکې لپاره د هغوی ملاتړ را جلب کړی دی.

مدافع وکیلانو هغه مهال ویلي و چې ښاغلی نورزی د امریکا ملګری و او په ٢٠٠٥ کال کې یې د دې لپاره امریکا ته سفر وکړ چې له امریکايي قواوو سره خپله مرسته اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG