د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: طالبان د خپلې تېروتنې پر بېرته سمولو نه پوهېږي


ټرمپ د سپټمبر پر ۷ مه طالبانو سره خبرې لغوه کړې
ټرمپ د سپټمبر پر ۷ مه طالبانو سره خبرې لغوه کړې

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ښاغلي ټرمپ تېره شپه د سپټمبر پر ۱۴مه (وږي ٢٣) پخپل یو تازه ټویټ کې ویلي، طالبان پوهېږي چې د سپټمبر پر ۵مه یې په کابل کې پخپل موټر بم برید سره لویه تېروتنه کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي: "طالبان دا مهال تر بل هر وخت تر سختو بریدونو لاندې نیول شوي دي، د یو امریکايي په ګډون د ۱۲ تنو وژل ښه اقدام نه و، د مذاکراتو لپاره نورې ښې لارې هم وجود لري، طالبان پوهېږي چې یوه لویه تېروتنه یې کړې ده، خو اوس یې د بیرته سمولو پر لارو چارو نه پوهیږي."

ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې، د راپورونو له مخې یو درې کسیز طالب پلاوی د سولې خبرو تر بندېد وروسته پر افغان سولې د بحث او سلا مشورو لپاره د تېرې جمعې په ورځ روسیې ته تللی و.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین چې په دغه پلاوي کې شامل و، د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي و، چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې پر افغان سولې خبرې کړي دي.

ضمیر کابلوف تېره اونۍ پخپلې یوې مرکې کې ویلي، روسیه غواړي د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د لغو کېدو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

که څه هم ویل کېږي، طالبان هڅه کوي، د روسیې او چین په همکارۍ امریکا یو ځل بیا خبرو ته حاضره کړي، خو د افغان حکومت ویاند صدیقي صدیقي تېره ورځ وویل، چې د طالبانو وروستي سفرونه به نتیجه ورنه کړي.

ولسمشر ټرمپ د روانې سپټمبر میاشتې پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د موټر بم په غبرګون کې له طالبانو سره د سولې مذاکرات لغو اعلان کړل.

دغه موټر بم برید چې د یو امریکايي په ګډون یې ۱۲ افغان وګړي ووژل ولسمشر ټرمپ د طالبانو یاد کار د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو د کاذب فشار راوړل وبلل.

نوموړي یاد برید ته په غبرګون کې په امریکا کې له لوړپوړو طالب چارواکو او افغان ولسمشر غني سره لیدنه فسخه کړه او همدارنګه یې د سولې خبرې هم لغوه اعلان کړې.

XS
SM
MD
LG