د لاس رسي وړ اتصالات

د پوهنتونونو دروازو کې د طالبانو پراخ حضور؛ د نجونو د داخلېدو مخه نیول شوې


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو تر ځنډېدو وروسته ویل کیږي چې نن چهارشنبه سهار ډسمبر ۲۱ (لېندۍ ۳۰) طالبانو پوهنتونونو ته د نجونو محصلینو د داخلېدو مخه نیولې ده.

د کابل پوهنتون یې محصلیې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د دغه پوهنتون د دروازو شاته لسګونه طالب سرتیري ځای پر ځای شوي او پوهنتون ته د نجونو د داخلېدو مخه یې ونیوله.

دغه محصلیې زیاته کړه: "د پوهنتون د دروازو بندېدو په اړه سهار وخته خبره شوم، خو کله چې پوهنتون ته نژدې شوم، ګڼ شمېر طالبان راغلي و او پوهنتون ته دنجونو د داخلېدو مخه یې ونیوله.شمېر یې زیات و له محصلینو سره یې ناسم چلند وکړ."

دغه محصلې د نجونو د لوړو زده کړو ځنډېدو په اړه د طالبانو حکومت پر پرېکړې انتقاد وکړ او ویې ویل چې د کلنۍ ازموینې وروستۍ دوې ازموینې پاتې وې.

ویل کیږي چې طالبانو په کابل ښار کې خصوصي پوهنتونونو ته هم د نجونو د تګ مخه نیولې ده او حتا د ځينو پوهنتونونو د دروازې تړلې دي.

د کابل د یوه خصوصي پوهنتون محصلې هم د نوم خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل: "طالبانو داخل پوهنتون ته هیچا ته اجازه نه ورکوله او هغه کسان چې تر طالبانو مخکې داخل شوي و، هغوی یې هم له پوهنتون څخه وایستل. هغه محصلین چې نن یې وروستی امتحان هم وایستل."

هغې زیاته کړه چې ځینو نجونو محصلینو د پوهنتون د دروازې مخته د ناهیلۍ اوښکې توی کړې.

یو شمېر نورې محصلینې بیا وايي چې طالبانو نن سهار په کابل ښار کې د سلام خصوصي پوهنتون د ښځو څانګه تړلې او د دغه پوهنتون یو شمېر استادن او محصلین یې له ځان سره بېولي دي.

نوموړې زیاته کړه چې د سلام پوهنتون له ټولګیو څخه هم محصلینې نجونې ایستل شوي دي.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د دغه موضوع په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت نظر واخلي، خو ددغه راپور تر خپرېدو پوري د یاد وزارت ویاند زموږ پیغام ته ځواب ورنکړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تیر یو کال راپدېخوا د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر مخ متوسطه او لېسې ښوونځي تړل شوي چې پراخ غبرګونونه یې پارولي دي.

د تیرې ورځې راپدېخوا د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت لخوا په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ځنډېدو په اړه په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي دي.

د طالبانو حکومت پر داسې مهال د نجونو لوړې زده کړې تر امرثاني پوري ځنډولي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې زرګونو نجونو د کانکو په ازموینو کې ګډون وکړ او څو ورځې مخکې له زرګونونو نجونو د دولسم ټولګي ازموینې هم واخیستل شوې.

د نجونو او میرمنو پر تحصیلاتو له محدودیتونو سربیره، د طالبانو حکومت د میرمنو په ټولنیز ژوند نور محدودیتونه هم وضع کړي دي. طالبانو په وروستیو اوونیو کې تفریحي پارکونو، ورزشي کلپونو او عمومي حمامونو ته د میرمنو او نجونو په تګ بندیز لګولی دی.

نړیوالې ټولنې تل د طالبانو په دې ډول اقداماتو نیوکه کړې او یاده ډله یې د بشري حقونو په خاص ډول د میرمنو او نجونو حقونو ته درناوي او د همه شموله حکومت جوړیدو ته هڅولې ده.

XS
SM
MD
LG