د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غیر علني غونډه کوي


ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د جمعې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې اوومه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غیر علني غونډه وکړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه دغه غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه تر سره کیږي، ترڅو د ملګرو متلونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور هم وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد تیره اونۍ د افغانستان د بشري وضعیت او ښځو په وړاندې محدودیتونو په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللې وه.

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د ماموریت ویاندې شهاد مطار ویلي چې امینه محمد به په دغه ناسته کې د هغو پيغامونو په اړه چې طالبانو ته یې رسولي او د وضعیت د ارزونې په اړه خپل معلومات او نظر شریک کړي.

اغلې مطار پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې د سفر حساس ماهیت او د افغانستان روان وضعیت ته په کتو به دغه ناسته د بندو دروازو تر شا تر سره شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امنیه محمد په مشرۍ د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي د افغانستان د وضعیت د ارزونې، له حاکمو چارواکو سره د تعامل او د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو پر ملاتړ د تاکیدو لپاره تیره اونۍ دغه هیواد ته سفر کړی و.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د حقوقو په اړه متحد شي.

هغې لیکلي: "کله چې هلته (افغانستان) کې وم، له سفیرانو سره مي وکتل تر څو د هغه نابرابریو په اړه چې د افغانستان پر نجونو، ښځو، نارینه او هلکانو اغېز کوي یوه مناسبه حل لاره، پيدا کړم."

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د بندیز په اړه خپل اندېښنه ښودلې او د طالبانو له حکومت څخه یې د دغه بندیزونو د لیري کولو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو وروسته په ټول هیواد کې په پرله پسې ډول پر ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي او نه یوازې یې ښځې په دولتي دفترونو کې د کار کولو څخه منع کړي بلکې په غیر دولتي موسسو کې یې هم د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده کړو محرومې کړي دي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې یې د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړې ده.

دا پداسې حال کې ده جې د معترضو ښځو جنبش ویلي چې د افغانستان ښځې به د طالبانو د «جنسیتي آپارتاید» په وړاندې سقوط ونکړي.

دغه ایتلاف پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان مېرمنو په افغانستان کې خپل ژوند په خطر کې اچولی تر څو لارو ته راووزی او خپل حقوق وغواړي.

پر همدې مهال په جرمني کې د باختر څېړنیز انستیتیوت غړي سخي بیرا ملي امریکا غږ ته وویل چې د ملګرو ملتونو په نننۍ غیر علني غونډه کې به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې مطرح شي.

خو هغه وویل څرنګه چې: "هلته د چین او روسیې د ویتو حق هم شته، فکر نه کوم چې هلته دې د طالبانو پر خلاف نتیجه تر لاسه شي."

طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول خو تر اوسه هیڅ هیواد ددې ډلې جګږمت په رسمیت ندی پيژندلی.

نړیوالې ټولنې په ځانګړې ډول غربي هیوادونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان باید د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کیدو لپاره لومړی د خپلو خلکو رایې او نظر ته درناوی وکړي او د ښځو او نجونو، قومي لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه تامین کړي، ځکه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بقا یوازینۍ لار همدا ده.

XS
SM
MD
LG