د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران یو 'لېونی' هېواد دی؛ خبر نه دي چې ما څومره 'مهرباني' کړې

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران سختې نیوکې کړې او ویلي چې د هغه هېواد پوځي ځواکونه له منځه وړل شوي او واشنګټن کولی شي دا شخړه ډېر ژر پای ته ورسوي.

ټرمپ د شنبې په ورځ [اکټوبر ۱۸مه] په ټینیسي ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې ایران نه پوهېږي چې ده څومره ورسره مهرباني کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "نه پوهېږي چې ما له هغوی سره څومره مهرباني کړې. هغوی نه پوهیږي چې زه څومره مهربان پاتې شوی یم لدې سره سره چې د هغوی سمندري ځواکونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي."

ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا په "ټرمپ تنګي" د هرمز تنګي د نوم د بدلولو خبره وکړه.

ټرمپ وویل: "هغوی [ایران] لېوني دي. هغوي په دې پوهېږي. زه تل ورته وایم. زه ورته وایم: تاسو ټول سخت لېوني یاست. او هغوی رښتیا هم لېوني دي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر وویل چې ایران ته یې د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنکړه.

ټرمپ د امریکا د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې د تهران لخوا د واشنګټن پر وړاندې د اقداماتو احتمال ته په اشارې وویل: "هغوی به شاید له ټاکنو مخکې یو څه نور هم وکړي، ځکه هغوی فکر کوي چې دا به موږ ته زیان ورسوي. خو موږ کولی شو چې دا ډېر ژر پای ته ورسوو."

تېره اونۍ د متحدو ایالتونو ولسمشر د ټروټ سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي وو چې واشنګټن له تهران سره په "ګټورو بحثونو" بوخت دی.

پر ایران د احتمالي پوځي برید په اړه ولسمشر ټرمپ په ډاګه کړې وه چې متحده ایالتونه به "د منځمهالو ټاکنو څخه مخکې په هېڅ وخت کې پر ایران برید" ونه کړي.

د امریکا د کانګرس منځمهالې ټاکنې د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په درئېمه نېټه کېږي.

تېره اونۍ په یوې جلا غونډې کې د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي وو چې د سولې په چارو کې یې استازی سټیف وېټکاف د ایران په هوکړې کار کوي او "ډېر ښه پرمخ ځي".

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG