د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز په چاردره کې تر ۳۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي


له تیرو پنځه ورځو راپه دیخوا د چاردرې په سرک بالا سیمو کې د افغان کمانډو ځواکونو له خوا عملیات پیل شوي، چې بیګا شپه یې د عیسی خیلو او ازبک بازار په سیمو کې د دولت پر مخالفو وسله والو باندې هوايي بریدونه کړي.

د کمانډو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم وايي چې په دغه هوايي برید کې یې د طالبان تر ۳۰ زیات وسله وال وژلي دي.

هغه زیاتوي چې په کندوز کې د وسله والو طالبانو د مرستې لپاره له بغلان څخه تازه دم وسله وال طالبان راغلي وو چې بیګا شپه پرې افغان کمانډو عملیات وکړل او د قاطع ملاتړ قواو له خوا پرې هوايي بریدونه شوي چې ټول وسله وال یې په دغه برید کې وژلي دي.

جاوید سلیم وايي چې له تیرو پنځه ورځو څخه دوي د چاردرې په سرک بالا سیمه کې عملیات کوي او ټول کلیوال له خپلو کورونو څخه وتلي دي.

د چاردرې یو تن اوسیدونکی وايي چې بیګا شپه د افغان کمانډو په عملیاتو کې هغه ټول وسله وال طالبان وژل شوي چې د عیسی خیلو او ازبک بازار په سیمو کې ځای پر ځای شوي وو.

د سیمې دغه اوسیدونکي هم تاییدوي چې له بغلان څخه یو شمیر وسله وال طالبان د کندوز د طالبانو مرستې ته راغلي وو، او پر همدغو وسله والو طالبانو باندې هوايي بریدونه شوي دي.

د چاردرې یو بل اوسیدونکی عبدالرحیم بیا وايي چې پر طالبانو له بمبار وروسته د مړو د راټولولو لپاره سهار سپین ږیري پر لاره ور روان وو چې بې پیلوټه طیارې ویشتلي او دغه ملکي سپین ږیري هم وژل شوي دي، خو تراوسه پورې دولتي مقاماتو د ملکي خلکو د وژلو په اړه څه نه دي ویلي او د کمانډو ځواکونو ویاند د ملکي خلکو د وژل کیدو خبر نه تاییدوي.

د کمانډو ځواکونو ویاند جاوید سلیم وايي چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه مخالفین اوازې خپروي او غواړي چې دغه عملیات ناکام وښيي.

تر اوسه پورې د دولت مخالفو وسله والو طالبانو د کندوز د چاردرې په عیسی خیلو او ازبک بازار کې د هوايي بریدونو په اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG