د لاس رسي وړ اتصالات

پوهنې وزارت دیرش زره کارکوونکي د بایومټریک له لارې ثبت شوي


افغان حکومت د مامورینو د معاشونو په ویشلو کې د شفافیت لپاره د بایومټریک سیستم له لارې خپل ټول مامورین بیا ثبتوي.
افغان حکومت د مامورینو د معاشونو په ویشلو کې د شفافیت لپاره د بایومټریک سیستم له لارې خپل ټول مامورین بیا ثبتوي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د بشري منابعو د ښه مدیریت او د معاشونو په ویشلو کې د شفافیت لپاره د روان ۱۳۹۸ لمریز کال ترپایه خپل ټول شاوخوا ۲۶۰ زره مامورین د بایومټریک سیستم له لارې ثبتوي.

د پوهنې وزارت ویانده میرمن نوریه نزهت وايي، په تیرو نږدې درې میاشتو کې د دغه وزارت دیرش زره مامورین د بایومټریک سیستم له لارې ثبت شوي دي.

میرمن نوریه نزهت کابل کې خبریالانو ته وویل، چې هره ورځ شاوخوا څلور سوه مامورین د بایومټریک سیستم له لارې د وزارت د بشري منابعو د څانګې سره ثبت کیږي.

د پوهنې وزارت وايي، د دې بهیر د پلي کیدو هدف د معاشونو په ویشلو کې شفافیت، د اداري فساد مخنیوی او د دغه وزارت د مامورینو په هکله دقیق معلومات ترلاسه کول دي.

د پوهنې وزارت د تیر لمریزکال د کب د میاشتې په اتمه ورځ د بایومټریک سیستم له لارې د خپلو ۲۶۰ زرو او ۴۰۰ مامورینو د نومونو د ثبتولو بهیر پیل کړی دي.

میرمن نزهت وویل، چې ټاکل شوې نږدې ورځو کې به د کابل په ښار کې د پوهنې وزارت د مامورینو د نومونو د ثبتولو بهیر پای ته ورسیږي او بله اونۍ به دا بهیر د کابل ولایت په ولسوالیو، ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو ته وغځول شي.

میرمن نزهت وویل " د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د روان لمریز کال ۱۳۹۸ ترپایه به د دغه بهیرله لارې په ۳۴ ولایتونو کې د ټولو مامورینو نومونه ثبت شي".

د پوهنې وزارت د ۲۶۰ زرو او ۴۰۰ مامورینو له ډلې د اتیاو زرو او شپږ سوو ښځینه ښوونکو په ګډون ۲۲۹ زره یې ښوونکي دي، چې په ۳۴ ولایتونو کې په ښوونځیو کې زده کوونکو ته درس ورکوي.

د بایومټریک سیستم له لارې د پوهنې وزارت د مامورینو نومونو ثبتولو بهیر د افغانستان د ملکي خدمتونو او ادارې اصلاحاتو د کمیسیون له خوا پرمخ وړل کیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د بایومټریک له لارې د دغه وزارت د مامورینو د پیژندل به په افغانستان کې د خیالي ښوونکو د شتون مسلې ته د پای ټکی کیږدي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې په ښوونځیو کې د خیالي ښوونکو د شتون په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

د پوهنې په وزارت کې د بایومټریک سیستم د بهیر د پلي کیدو وړاندې دا سیستم د دفاع او کورونیو په وزارتونو کې هم پلی شوی دی.

XS
SM
MD
LG