د لاس رسي وړ اتصالات

نن سعودي عربستان کې د حج مراسم پيل شول


د سعودي چارواکو د وینا له مخې ښږکال دوه میلیونو وګړو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.
د سعودي چارواکو د وینا له مخې ښږکال دوه میلیونو وګړو د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی.

نن چهارشنبه سهار وختي شاوخوا دوه ملیونه حاجیان چې د حج د فرضې د اداء کولو لپاره د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار ته تللي، په احرامونو کې د منی په لور وخوځېدل او د سږني کال د حج مراسم یې پيل کړل.

منی د لسګونو زرو خیمو ډک هغه ځای دی چې د حج مراسم ترې پيل کیږي او په کیلومټره له مسجد الحرام نه لرې دی.

د سعودي عربستان د حکومت په ويناء سږ کال نېږدې دوه ملیونه حاجیان د نړۍ له ګوټ ګوټ نه د حج په مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هیواد ته تللي.

نن چهارشنبه سهار وختي حاجیانو په احرامونو کې د تلبیې ( لبیک اللهم لبیک) په ویلو سره د منی په لور وخوځېدل. په منی کې د شپې د تېرولو وروسته به سبا ته د ذوالحجې په نهمه د حج تر ټولو لوی رکن یعنی د عرفې په غونډۍ درېدل په ځای کړي.

د اختر په لومړۍ د ذوالحجې په لسمه به د قربانۍ مراسم، د ویښتو خریل او د شیطانانو ویشتل په ځای شي.

افغان حاجیان

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت په ويناء سږ کال د حج د فریضې د اداء کولو لپاره شاوخوا دېرش زره افغان حاجیان سعودي عربستان ته تللي دي.

د حج او اوقافو وزارت مرستیال او د افغان بعثې مسؤل مولوي عبدالحکیم منیب له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې سږ کال ۳۰۲۶۰ افغان حاجیان په حج کې برخه لري، چې ۸۲۱۰ پکې ښځې دي.

په سعودي عربستان کې د افغان حاجیانو مسؤل مولوي عبدالحکیم منیب اشنا راډیو ته وویل "ټول افغان حاجیان په بسونو کې خپلو مخصوصو ځایونو ته چې په منی کې ورته مشخص شوي وو لیږدول شوي دي، تر اوسه هیڅ ستونزه د افغان حاجیانو په وړاندې نشته".

سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان له اړخه ۲۴۹ د بعثې غړي، ۶۳۶ ناظمین او ۲۴۱ سیمیز کارکوونکي دي.

بل لورته د سعودي عربستان حکومت ویلي، چې سل زره امنیتي مسؤلین د حج د مراسمو په امنیت بوخت دي او په منی، عرفات، مزدلفه او مکه مکرمه کې یې امنیت نیولی دی.

سعودي حکومت دا هم ویلي، چې ۱۵ زره امنیتي کمرې هم فعالې دي.

XS
SM
MD
LG