د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې زرګونو ښوونکو کاري اعتصاب کړی


د خوست د مرکز او څلورو ولسواليو زرګونو ښوونکو، کاري اعتصاب کړی او له دولت څخه یې د استوګن‌ځاینو غوښتنه کړې.
د خوست د مرکز او څلورو ولسواليو زرګونو ښوونکو، کاري اعتصاب کړی او له دولت څخه یې د استوګن‌ځاینو غوښتنه کړې.

د خوست د مرکز او څلورو ولسواليو زرګونو ښوونکو، سلګونه ښونځي د اعتصاب په توګه تړلي او له دولت څخه د استوګنې لپاره د يوې يوې نمرې ځمکې غوښتنه لري.

د ۲۱۹ ښوونځيو دغو ښوونکو چې ټول شمېر يې ۳۴۴۹ تنو ته رسيېږي، نن له سهار راهيسې د تدريس نه ورکولو اعتصاب پيل کړی او پر دولت نيوکه لري، چې د استوګنې لپاره د ځمکو په وېش کې پاتې راغلی دی.

د عليشېر ولسوالۍ يوه ښوونکي رئيس حسن د نورو ښوونکو په استازيتوب امريکاغږ ته وويل، چې په دغه اعتصاب کې د مرکز په ګډون د څلورو ولسواليو، باک، صبري او يعقوبي، تريزايي او ځاځي ميدان ښوونکي شامل دي.

هغه وويل، چې پخواني ولسمشرحامد کرزي په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د يوه فرمان له مخې پوهنې وزارت ته دنده سپارلې وه، چې ټولو رسمي ښوونکو ته د استوګنې لپاره يوه يوه نمره ځمکه ورکړي، خو زياتوي چې تر اوسه پرې عملي کار نه دی شوی.

ده وويل "ډېرې هلې ځلې مو وکړې، د پوهنې رئيس څخه نيولې، تر ولايتي شورا، والي او تر وزارت پورې لاړو، خو چا مو غږ وانه وريده. دا ځل بايد زموږ غږ واوري او غوښتنه مو ومني."

د ځاځي ميدان ولسوالۍ يوه ښوونکي لال ګل امريکاغږ ته وويل، چې له ۱۳۵۸ کال راهيسې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي، خو له مياشتني معاش پرته دولت ورسره نور هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

هغه په اعتصاب کې د شاملو ښوونکو په استازيتوب وويل، چې که دولت يې غږ وانه وري او غوښتنه يې ومنل شي، د تدريس نه ورکولو اعتصاب ته به دوام ورکړي.

ده وويل "زموږ ښوونځي به تر هغه تړلي وي، څو چې دولت زموږ د نمرو لپاره ځمکه بېله نه کړي. دا زموږ حق دی او موږ د خپل حق ترلاسه کولو لپاره اعتصاب کړی دی."

د خوست د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمداکبر تڼي امريکاغږ ته وويل، چې تر خپل وس پورې يې رسمي ښوونکو ته د ځمکې د وېش لپاره پوره هلې ځلې کړي او کوي يې.

هغه وويل "زموږ وس خو دا دی چې وزارت ته يې غوښتنه ورسوو او دا غوښتنه مو رسولې هم ده، خو چا عملي اقدام نه کړی. موږ هم غواړو چې ښوونکي يوه يوه نمره ځمکه ترلاسه کړي."

په ورته وخت کې د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي، هغه ښوونکي چې مخکې يې نمرې نه دي ترلاسه کړې، د هغوی لپاره د اراضي او پوهنې رياستونو ته دنده سپارل شوې، چې ځمکه ورته ثبيت او قانوني مراحل يې طۍ کړي.

د پوهنې رياست د شمېرو له مخې په مرکز او يادو څلورو ولسواليو کې د ښوونکو د ننني اعتصاب له کبله په ۲۱۹ ښوونځيو کې څه دپاسه ۱۴۳ زره زده کوونکي د زده کړو له بهير څخه بې برخې شوي دي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG