د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو درې افغان مامورین پر بند محکوم شوي – څارنوالي


Afghan prisoners

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، چې د افغان پولیسو درې هغه مامورین، چې په دې وروستیو اونیو کې د نشه يي توکو د قاچاق او ویشلو په تور کابل کې نیول شوي وو، د محکمې له خوا په بند محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د چهارشنبې په ورځ ناوخته ( سلواغې ۲۴مه) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې مدیر میان احمد احمدي د پلټنو وروسته د محکمې له خوا په اولس کالو او درې میاشتو بند محکوم شوی دی.

ښاغلي رسولي ویلي " لمر اوه کاله او شپږ میاشتې، نورالدین او محمد عیسی یو یو کال او شپږ شپږ میاشتې بند باندې محکوم شوي دي".

تیره اونۍ د افغانستان کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د میان احمد احمدي سره یې پنځه تنه، چې ټولو د کابل ولایت په امنیه قومندانۍ کې د نشه يي توکو سره د مبارزې په څانګه کې کار کوه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیميد دغو پولیسو د مامورنیو د نیول کیدو په اړه خبریالانو ته ویلي، چې هغوی ټولو په کابل کې د نشه يي توکو په ویشلو کې لاس درلود.

ښاغلي رحیمي وویل " میان احمد احمدي د نشه يي توکو د سترو قاچاقبرانو ستر ملاتړی وو، د پولیسو له خوا کله، چې د شمالي ولایتونو له لارې غوښتل یې، چې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته وتښتي د پروان ولایت د سالنګ په ولسوالۍ کې ونیول شو".

د میان احمد احمدي سره لومړی څارن اجمل، لومړی څارن عبادالرحمان، سمونیارالله داد، څارمن فریدالله او لمړی څارن لمر، چې ټولو د کابل ولایت په امنیه قومندانۍ کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په څانګه کې پر بیلابیلو دندو بوخت وو نیول شوي دي.

په دې وروستیو کې افغان حکومت د نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې اقدامات زیات کړي دي.

تیره ورځ د افغانستان د مالیې وزارت اعلان وکړ، چې د کابل په هوايي ډګر کې د ګمرک مامورینو شاوخوا اته څلویښت زره د " کا" په نوم نشه يي تابلیټونه نیولي او ضبط کړي دي.

د مالیې وزارت د معلوماتو پر اساس دا تابلیټونه له فرانسې څخه افغنستان ته راوړل کیدل.

XS
SM
MD
LG