د لاس رسي وړ اتصالات

درې امنیتي چارواکي د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي – سرچینه


سرچینه وایي مخدره مواد د تخار د پولیسو د استخباراتو د مدیر په موټر کې ځای پر ځای شوي وو
سرچینه وایي مخدره مواد د تخار د پولیسو د استخباراتو د مدیر په موټر کې ځای پر ځای شوي وو

د پولیسو درې جګپوړي منسوبین د افغانستان په شمال کې د مخدره موادو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

یوې معتبرې امنیتي سرچینې د سې‌شنبې په ورځ سپټیمبر ۸ (وږي ۱۸) امریکا غږ ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د تخار د پولیسو د استخباراتو مدیر، د کلفګان د پولیسو امر او د سرحدي ټیلي قوماندان شامل دي.

سرچینه وايي چې دغو کسانو غوښتل له بدخشان څخه تخار ته مخدره مواد قاچاق کړي چې د تخار په کلفګان ولسوالۍ کې د مخدره موادو د ځانګړو پولیسو له خوا ونیول شول.

سرچینه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه ۲۷ کیلوګرامه مخدره مواد ترلاسه شوي خو د دغو مخدراتو د نوعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د سرچینې په وینا دغه اندازه مخدره مواد د تخار د پولیسو د استخباراتو د مدیر په موټر کې ځای پر ځای شوي و.

په ورته وخت کې د ننګرهار د رسنیو دفتر په یو بیان کې ویلي چې د دغه ولایت پولیسو له اوو تنو سره ۳۹۱ کیلو ګرامه مخدره مواد نیولي دي.

په بیان کې راغلي چې دغه کسان او ورسره مخدره مواد په څلورو جلا موټرونو کې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ او د نهمې ناحیې په ثمرخېلو سیمه کې له مخدره موادو سره د مبارزې د ځانګړو پولیسو له خوا نیول شوي دي.

په بیان کې د ننګرهار د امنیه قوماندان غلام سنایي ستانکزي له قوله ویل شوي چې په نیول شویو مخدره موادو کې چرس، اپین او نور مخدرات شامل دي.

XS
SM
MD
LG