د لاس رسي وړ اتصالات

د لندن پولیس هغه افغان لټوي چې خپل درې زامن یې تښتولي


تصویر: ارشیف

د بریتانیا حکومت وايي د دغه هیواد په سویل کې د درې تښتول شویو افغان ماشومان د ژغورلو هڅې یې پيل کړي دي.

په کابل کې د بریتانیا سفارت نن دوشنبه اګست۳۱مه(وږې لسمه) ویلي چې د بلال صافي، ابرار صافي او محمد یاسین صافي په نوم ماشومان چې د پنځو او درې کلونو په عمر دي داګست په شلمه نېټه د لندن په کولسډن سړک کې له خپل کور څخه وتښول شول.

یاد سفارت د دغو ماشومانو په اړه یوې معلوماتي اعلامیې کې ویلي چې دغه ماشومان د خپل پلار عمران صافي لخوا تښتول شوي دي.

عمران صافی
عمران صافی

بیان وايي چې عمران صافی د افغانستان دی، خو زیاتوي چې د پاکستان سره اړیکې لري.

د بریتا حکومت په اعلامیه کې راغلي:"دعمران لټون بې له کومه ځنډه د ځانګړو کشفي مامورینو دهغې ډلې له خوا چې ورته پېښو ته د ځواب ویلو مشري په غاړه لري، پیل شو. هغوي شپه او ورځ د ځانګړو امکاناتو په واسطه هڅه کوي چې د عمران کړه وړه وڅاري."

بیان زیاتوي چې عمران صافي ماشومان په چاقو ګواښلي او بیا یې تښتولي دي.

ځايي چارواکو همدارنګه زیاته کړې چې تر دامهاله یې د پېښې سره د تړوا په تور اته مشکوک کسان نیولي.

XS
SM
MD
LG