د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د توغندیو ډزو کونړ کې ۳ ماشومان وژل شوی – چارواکو ادعا


د افغانستان پر یو شمیر سرحدي ولایتونو د تیرو لسو کالو راهیسې د ډیورنډ د کرښې له پاکستاني غاړې توغندي ویشتل کيږي.
د افغانستان پر یو شمیر سرحدي ولایتونو د تیرو لسو کالو راهیسې د ډیورنډ د کرښې له پاکستاني غاړې توغندي ویشتل کيږي.

د کونړ ولایت د شلتن ولسوال ګل خان توحیدي وايي، تیره شپه ( تلې ۳ مه)د دغې ولسوالۍ په یو جومات یو توغندی پریوتی، چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي دي.

ښاغلي توحیدي د ادعا له مخې، د پاکستان پوځ د تیرې ورځې راهیسې نن د پنجشنبې د ورځې تر سهار نهو بجو پورې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د شلتن پر ولسوالۍ ۳۱۰ توغندي ویشتلي، چې یو یې تیره شپه لس بجې په دغه ولسوالۍ کې پر یو جومات پریوتی دی.

ولسوال توحیدي وویل، چې د شلتن د ولسوالۍ له لرو پرتو سیمو ماشومان د دیني زده کړو لپاره دغه جومات ورځي او شپه هم په جومات کې پاتې کیږي.

د شلتن ولسوال وویل، چې نن سهار پر دغه ولسوالۍ د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې په وقفوي ډول د درنو وسلو ډزو ادامه لرله.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم امریکا غږ اشنا راډیو ته د شلتن په ولسوالۍ کې د توغندیو په ډزو کې د دریو ماشومانو وژل تائید کړل.

پاکستان تراوسه پر شلتن ولسوالۍ د توغندیو د تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغو بریدونو وړاندې د پاکستان پوځ ویلي وو، چې دوی پر هغو سیمو باندې ډزې کوي، چې د دغه هیواد مخالف وسله وال ترې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په اوږدو کې د پاکستان د پوڅ پر پوستو بریدونو کوي.

د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په لومړیو کې هم د کونړ ولایت د دانګام په ولسوالۍ کې د ډیورنډ د کرښې له هغې غاړې د توغندیو په یو برید کې درې ماشومان وژل شوي او شپږ نور ژوبل وو.

XS
SM
MD
LG