د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو ښوونځي کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


د متحده ایالات د میزوري په ایالت کې پولیس وایي د دې ایالت د سینټ لیوس په یوې لیسې کې په ډزو کې د مشکوک برید کوونکي په ګډون درې تنه وژل شویدي.

د دې ښار د پولیسو مشر مایکل ساک دوشنبه اکټوبر ۲۴ (لړم۲) خبریالانو ته وویل چې پیښه په محلي وخت سهار شوې او په برید کې شپږ تنه ټپي شوي هم دي خو د ټپي شویو کسانو د روغتیایي وضعیت په هکله یې څه ندي ویلي.

په وژل شویو کې یوه میرمن، یوه نجلۍ او برید کوونکی دی چې تر اوسه یې د هویت په هکله څه ندي ویل شوي.

په لیسې کې زده کوونکو پولیسو ته ویلي چې د برید کوونکي څخه د بچ کیدو په خاطر یې ځانونه په ټولګیو کې دننه بند کړي و.

په ښوونځي کې استادانو هم ویلي چې د لیسې مدیر د سهار په ۹ بجو په لوډ سپیکر کې د ښوونځي زده کوونکو او ښوونکو ته په شفر کې ویلي و چې ښوونځي ته برید ګر دننه شوی او د پیښې څخه لږه شیبه وروسته پولیس هم دې ښوونځي ته ورغلل.

پولیسو د برید کوونکي د هویت او دا چې دا برید یې ولې کړی، هیڅ ندي ویلي او یوازې یې همدمره ویلي چې تقریباً شل کلن و.

امریکا کې د وسله وال تشدد په څو پیښو کې د ښوونځي د ماشومانو په ګډون د ګڼ شمیر کسانو تر وژل کیدو وروسته کانګریس د روان ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه.

دا په تیرو ۳۰ کالونو کې لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو کانګرس د وسلو د کنټرول لپاره دا ډول اقدام پداسې حال کې وکړ چې څه کم ۲۴ ساعته وړاندې د امریکا سترې محکمې په هیواد کې د وسلو لرلو حقوق تائید کړل.

په ښوونځي باندې دا برید داسې مهال کیږي چې ټاکل شوې بله میاشت په متحده ایالاتو کې د کانګرس د څوکیو لپاره د منځنۍ دورې انتخابات وشي او د وسلو کنټرول به یو ځل بیا د انتخاباتي مبارزو پر مهال د بحث مهم ټکی وي.

جمهور رئیس جو بایډن په هیواد کې د هغو وسلو د بندیز غوښتنه کړې چې ډیری وخت په ډله ایزو وژنو کې ترې کار اخیستل کیږي خو دا غوښتنه په کانګریس کې د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له کبله د ناکامۍ سره مخ شوې.

جمهور رئيس بایډن پداسې حال کې یو ځل بیا پدې وسلو د بندیز غوښتنه وکړله چې څه موده وړاندې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو بریدونو د څو پیښو څخه وروسته کانګریس د وسلو د کنټرول لایحه منظوره کړه چې جمهور رئیس جو بایډن هم توشیح کړه.

په وسلو د کنټرول د لایحې تر څنګ متحده ایالاتو د استازو مجلس غړیو جولای ۲۹ پدې هیواد کې په نیمه اتوماتیک ټوپک بندیز منظور کړ.

د کانګریس دا اقدام پدې تیرو څو کالونو کې ساری نلري او داسې ښکاري چې پدې هیواد کې د وسله وال تشدد تازه پیښو ته په غبرګون کې شوی ځکه په ډله ایز وسله وال تشدد کې ډیری وخت د همدې وسلو څخه کار اخیستل شوی.

پدې وسلو پخوا هم بندیز و خو دا قوي وسله چې ډیری وخت ځوانان ترې په ډله ایز وسله وال تشدد کې کار اخلي، یو ځل بیا یې د خلکو پام جلب کړی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۴ کال کې ددې وسلو په تولید او پلور محدودیت ولګید خو دا چې کانګریس غړیو ونشو کړی پدې وسلو د بیا بندیز لګولو لپاره سیاسي ملاتړ تر لاسه کړي او د هغوي سره چې وسلو لپاره لابي کوي، مبارزه وکړي، هغوي ونشو کړی دا وسلې بندې کړي.

XS
SM
MD
LG