د لاس رسي وړ اتصالات

یو وسله وال په کالیفورنیا کې درې تنه ووژل


د امریکا د متحده ایالاتو د کالیفورنیا ایالت مقامات وایي یو بریدگر د یو ماشوم په گډون لږ تر لږه درې تنه د یکشنبې په ورځ (جولای ٢٨) ددې ایالت د اوږې په جشن کې په ډزو ووژل.

پولیس وایي یو وسله وال کس د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته په گیلوري ښار کې ددې جشن په گډون والو ډزې کړي او ١٥ تنه یې ټپیان کړي هم دي.

ددې ښار د پولیسو مشر سکات سمیتي وایي پولیسو سمدستي تورن شخص وویشت او ویې واژه.

داسې گمان کیږي چې پدې پیښه کې به دوهم شخص هم دخیل وي، خو پولیس وایي د دوهم تورن د شتون د گمان په هکله اطلاع نلري.

مقامات وایي چې دغه بریدگر د سختو امنیتي تدابیرو سربیره توانیدلی دی چې دغه جشن ته له وسلې سره ننوځي.

پولیس وایي د دغې پیښې په هکله پلټنې روانې دي او لا د برید انګیزه معلومه نه ده.

XS
SM
MD
LG