د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د روغتیا وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت منلې چې جمهور رئیس غني د دغه وزارت درې مرستیالان له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې نور کسان ګومارلي دي.

د روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیاله ډیوه صمد، د مالي او اداري چارو مرستیاله ماموسۍ زیور او د روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو مرستیال فدا محمد پیکان له دندې ګوښه شوي او پر ځای یې وحید مجروح، شفیق شهیم او بشیر نورمل ګومارل شوي دي.

د روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته دا خبر تائید کړی خو د دغو درېیو مرستیالانو د ګوښه کولو لامل یې څرګند کړی نه دی.

هغه ویلي: "زموږ همکاران لا هم د عامې روغتیا له وزارت سره دي، ښه خدمتونه یې کړي دي او و به یې کړي... زموږ نورو همکارانو سره چې تازه پر دندو ګومارل شوي دي، ټول له کروناویروس سره په مبارزه کې همغږي یو او یوځای کار کوو".

لا تر اوسه څرګنده نه ده چې ګوښه شوي مرستیالان د روغتیا وزارت په کومو برخو کې په دندو ګومارل شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت درې جیګپوړي چارواکي په داسې حال کې له دندو ګوښه شوي چې دغه هېواد له کروناویروس سره په مبارزې بوخت دی.

د روغتیا وزارت ویلي چې د دغې ناروغۍ د کنټرول لپاره د وسایلو سربېره لا زیات طبي پرسونل ته اړتیا لري او د همدې لپاره یې د سې‌شنبې په ورځ د نورو روغتیايي کارکوونکو د استخدامولو اعلان وکړ.

د دغه وزارت شمېرې ښيي چې په افغانستان کې تر اوسه ۸۴۰ تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې ۳۰ تنه مړه او ۵۴ بېرته ښه شوي دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو او تر اوسه د نړۍ ۱۸۵ هېوادونو ته رسېدلې ده.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د پنجنشې ورځې اپریل ۱۶ (وري۲۸) پورې د نړۍ په کچه څه باندې ۱۳۷زره کسه مړه کړي او له دوه میلیونو زیات پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG