د لاس رسي وړ اتصالات

سرچینه: هوايي برید هلمند کې د طالبانو ډاکټران وژلي


امنیتي سرچیني وايي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې په یوه هوايي برید کې ۳ ډاکټران وژل شوي.

د هلمند یوه امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې وژل شویو ډاکټرانو د وسله والو طالبانو او نشه يي توکو د قاچاق کوونکو په روغتون کې د وسله والو مخالفینو درملنه کول.

سرچینه زیاته وي چې تېره شپه د«لېندۍ پر ۲۲مه» د سنګین ولسوالۍ په شرافت بازار سیمه کې پر هغه موټر هوايي برید شوی چې یوه سیمه ییز قاچاقبر او یاد ۳ واړه ډاکټران پکښې د تګ په حال کې وو.

سرچینې زیاته کړه:"شرافت بازار چې د موسی کلا او سنګین ولسوالۍ ترمنځ سرحدي سیمه کې موقعیت لري، د وسله والو طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاق کونکو عمده مرکز دی د نشه يي توکو د مشهور قاچاق کونکې حاجي فتح محمد د شخصي روغتون درې ډاکټران د هغه زوی په یوه تېز رفتاره موټر کې سپاره وو چې هوايي برید باندې شوی او څلور سره پکښې وژل شوي."

امنیتي منابع زیاته وي چې د حاجي فتح محمد روغتون د وسله والو طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاق کونکو عمده مرکز دی چې پاکستاني ډاکټران پکښې فعالیت لري.

سرچینې ونه ویل چې دغه هوايي برید افغان هوايي قواو او که نړیوالو قوتونو کړی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک په سنګین ولسوالۍ کې هوايي برید تائیده وي، خو زیاته وي چې په اړه يې نور معلومات نه‌لري.

سنګین د هلمند په شمال کې د موسی قلعه، ګرشک او کجکي ولسوالیو سره په سرحد کې پرته پراخ نفوسه ولسوالي ده چې ډېري برخې يې د دولت د وسله والو مخالفینو تر ولکې لاندې دي.

د هلمند د پوليسو ویاند عبدالسلام افغان امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې د سنګین ولسوالۍ په مرکز کې د پوليسو او ملي پوځ سرتېري مېشت دي او ټاکل شوې چې په یاده ولسوالي کې په نږدې راتلونکې کې پراخ پوځي عملیات پيل شي.

په جنوب کې د پوځ مقامات وايي چې پر وسله والو طالبانو يې هوايي بریدونو ته شدت ور کړی او غواړي چې د وسله والو طالبانو رهبري لمنځه یوسي.

خپله وسله والو طالبانو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د تېري شپې د هوايي برید په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا عبدالمنان هم په یوه هوايي برید کې ووژل شوو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG