د لاس رسي وړ اتصالات

جلال اباد کې یو سیمه ییز تلویزیون ودانۍ ته نږدې چاودنې شوي


جلال اباد ښار کې دا چاودنې نن شاوخوا یوولس بجې شوي چې دوه تنه یې وژلي دي.
جلال اباد ښار کې دا چاودنې نن شاوخوا یوولس بجې شوي چې دوه تنه یې وژلي دي.

جلال اباد ښار کې دریو پرلپسې چاودنو دوه تنه وژلي او پنځه نور یې زخمیان کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنې د د انعکاس ټلویزیون د ودانۍ سره څېرمه شوي چې یو تن پکې وژل شوی او څلور نور زخمیان دي. هغه دا ونه ویل چې وژل شوی او ټپيان څوک دي.

خو یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دې چاودنو کې دوه امنیتي کارکوونکي وژ ل شوي او پنځه نور زخمیان شوي دي.

دغه چاودنه شاوخوا یو لس بجې شوې ده

د انعکاس ټلویزیون یو کارکوونکی صالح محمد وايي چې په پېښه کې یې ملګرو ته زیاننه دی رسیدلی، خو د انعکاس ودانۍ یو څه زیانمنه شوې ځکه وسله والو په یوه ریکشا کې مزایل خوندي کړی و او شارت یې ورکړی چې ودانۍ پرې لګېدلې ده او یو څه زیانمنه شوې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغو چاودنو مسولیت نه دی اخیستی. خو سرچینې وايي د انعکاس ټلویزیون تهد وسله والو لخوا له وړاندې هم ګواښونه موجود و.

XS
SM
MD
LG