د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ۳۰۰ ښوونځي تړلي دي – ملګري ملتونه


د افغانستان په ډیرو برخو کې د چګړو او ناامنیو له امله ښوونځي د زده کوونکو په ځانګړي ډول انجونو پرمه تړل شوي دي.
د افغانستان په ډیرو برخو کې د چګړو او ناامنیو له امله ښوونځي د زده کوونکو په ځانګړي ډول انجونو پرمه تړل شوي دي.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې د نوي تعلمي کال د پیلدو سره سم ملګروملتونو د دغه هیواد په څلورو جنوبي ولایتنونو کې د سلګونو ښوونځیو پر تړلو اندیښنه ښودلې ده.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي، چې د جګړو او نورو ډیرو عواملو له امله په هلمند، زابل، ارزګان او کندهار ولایتونو کې ۳۱۱ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ لا هم بند پاتې دي.

د " اوچا" د یو راپور له مخې، چې نن د چهارشنبې په ورځ ( سنبلې ۲۷ مه ) یې خپور کړی ویلي، چې دغو ولایتونو کې په دومره لوی شمیر د ښوونځیو د تړل کیدو له امله ۱۳۰ زره زده کوونکي د زده کړو څخه محروم شوي دي.

د " اوچا" په راپور کې ویل شوي " په عمومي ډول ښوونځي د ناامنۍ، لوژیستیکي ستونزو، د ظرفیت کموالی او د ښوونکو د غیر حاضرۍ له امله ټړل شوي دي".

د پوهنې وزارت ویانده میرمن نوریه نزهت وايي، د افغانستان په دغو څلورو جنوبي ولایتونو کې د ښوونځیو د تړلو ستونزې د پخوا کلونو څخه پاتې دي، خو میزمن نزهت وايي، سږکال ډیر تړل شوي ښوونځي بیرته پرانیستل شوي دي.

د پوهې وزارت ویاندې د د مثال په ډول وویل، چې سږکال د هلمند په ولایت کې ۹۵ ښوونځي او په زابل کې ۷۸ ښوونځي د زده کوونکو پرمخ بیرته پرانیستل شوي دي.

میرمن نزهت وویل " د پام وړ پرمختګونه ترسره شوي دي، خو دا شمیر ښوونځي، چې هغوی یې په راپور کې یادونه کړی اوس مهال نه دي تړلي".

خو د پوهنې وزارت ویاندې دا ومنله، چې د ښوونکو د ګمارنې په برخه کې ستونزې موجودې وې او په هلمند، زابل او کندهار کې، چې کوم ښوونځي اوس پرانیستل شوي ورته ښوونکي د حق الزحمې په بدل کې ګمارل شوي دي.

میرمن نزهت د مثال په ډول وویل، چې په هلمند کې نوو پرانیستل شوو ښوونځیو لپاره ۴۵۰ ښوونکي استخدام شوي دي.

میرمن نزهت وویل، چې د ښوونکو معاشونه باید د انکشافي بودیجې له لارې ورکړل شوی وی، خو دغسې ونه شول او اوس هم په دې برخه کې یو څه ستونزې شته دی.

د پوهنې وزارت د شمیر له مخې په هلمند او زابل کې د نوو ښوونځیو د پرانیستلو وروسته سلګونه ښوونکي په کار ګمارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG