د لاس رسي وړ اتصالات

غور کې پولیسو سره اخ وډب کې لږ تر لږه درې لاریون کوونکي وژل شوي


غور کې د تاوتریخوالې ډک لاریون کې ۳ تنه وژل شوي ۱۴ ټپیان دي
غور کې د تاوتریخوالې ډک لاریون کې ۳ تنه وژل شوي ۱۴ ټپیان دي

د غور ولایتی چارواکي وايي چې نن د شنبې په سهار د مې ۹(غويي۲۰) په دغه ولایت کې درې تنه لاریون کوونکي هغه مهال ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول چې کله د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ وډب پېښ شو.

د غور والي ناصر خاضع امریکا غږ ته وویل چې په دې اخ و ډب کې څلور پولیس هم ټپيان شوي دي.

ښاغلي خاضع وویل، دغو لاریون کوونکو د مرستو نه رسېدلو له امله اعتراض کړی و، کله چې د ولایت مرکز فیروزکو ښار کې د والي په دفتر د برید هوډ وکړ، پولیسو یې د خورولو لپاره ډزې وکړې چې له امله یې دری تنه لار کوونکي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

ناصر خاضع وویل، د لاریون کوونکو په ډزو او ډبرو په ګوزارونو څلور پولیس هم سخت ژوبل شوي دي.د غور د روغتون رئیس ډاکتر نذیر پارسا امریکا غږ اشنا ته وویل چې دپېښې له ځایه دغه روغتون ته دوه مړي او ۱۴ ټپیان وروړل شوي دي.

څو تنو لاریون کوونکو بیا امریکا غږ ته وویل چې د پولیسو په ډزو کې د یوې سیمه ییزې راډیو د خبریال په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د ټولنیزو رسنیو د رپوټونو له مخې د «صدای غور» د سیمه ییزې راډیو خبریال احمد نوید د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته کې ژوند د لاسه وکړی دی.

په تیرو ۲۰ کلونو کې دغور په ولایت کې ډېرې اقتصادي پروژې نه دي پلي شوي او د دغه ولایت خلک د ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

افغان حکومت په پام کې لري چې د کرونا ویروس د وبا څخه د زېږېدلو اقتصادي ستونزو ته په پاملرنې په ۲۱ ښارونو کې د خلکو سره دمرستې لپاره د وچې ډوډۍ د وېشلو پروګرام پیل کړي.

تر اوسه دغه پروګرام په کابل، هرات، مزارشریف، کندهار اوجلال اباد په ښارونو کې پیل شوی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم وايي، چې د روژې د میاشتې تر پایه به د وچې ډوډۍ د وېشلو له پروګرام څخه شااوخوا ۳۵۰زره کورنۍ ګټه پورته کړي.

د غور ولایت چارواکي وايي، د وچې ډوډۍ د وېشلو پروګرام له په دغه ولایت کې نه دی پيل شوی.

XS
SM
MD
LG