ټیکټاک یوه نوې امریکايي نوښت رامنځته کړی دی چې له مخې به یې دا ویډیویي مشهور پلیټفارم وکړای شي په امریکا کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. دا ګام د کاروونکو د محرمیت او د ملي امنیت په اړه د اندېښنو په ځواب کې اخیستل شوی دی.
د ټیک ټاک شرکت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د امریکايي کاروونکو معلومات به د اوراکیل له خوا پرمخ وړل کېدونکي سیستم کې زېرمه شي، چې دا شرکت د نوي نوښت له سترو پانګهاچوونکو څخه ګڼل کیږي.
همدارنګه، ټیکټاک به د امریکا د شاوخوا ۲۰۰ میلیون کاروونکو لپاره خپل الګوریتمونه بیا پروګرام کړي.
دا نوې اداره به تر ډېره د امریکایانو ملکیت وي، خو د ټیکټاک چینایي اصلي شرکت بایت دانس به پکې شاوخوا ۲۰ سلنه ونډه وساتي.
ټیکټاک وایي چې د دې ادارې د اوه کسیز رئیسه هیات به هم اکثریت امریکاییان وي او مشري به یې د ټیکټاک د عملیاتو او مالي خوندیتوب د څانګې پخوانی مشر ادم پریسر په غاړه ولري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشل کې د دې پرمختګ ستاینه وکړه او ویې ویل چې دی ډېر خوښ دی چې د ټیکټاک په ژغورلو کې یې مرسته کړې ده. هغه د چین له ولسمشر شي جینپینګ څخه هم د منظورۍ د ورکولو له امله مننه وکړه.
ټرمپ د ولسمشرۍ پخپلې لومړۍ دورې کې د ټیکټاک د بندولو دپاره پر دې شرکت فشار راوړی و او ویلي یې وو چې اندېښنه لري چې د امریکايي کاروونکو معلومات ښايي د چین حکومت ته ورسېږي.
ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۴ کال له هغه قانون وروسته چې د هغه مهال ولسمشر جو بایدن لاسلیک کړی و، پر ټیکټاک بندیز عملي شي، خو ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په پیل کې دا بندیز وځنډاوه او پر ټیکټاک یې فشار راوړ چې د امریکایي کاروونکو د فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره امریکایي پانګهاچوونکي ومومي.
فورم \ دبحث خونه