د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن غواړي د روهنګیایانو په اړه پر میانمار فشار واچوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دولت په چارو کې د میانمار د سلاکارې آن سان سوچي سره د کتنې پر وخت
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دولت په چارو کې د میانمار د سلاکارې آن سان سوچي سره د کتنې پر وخت

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن سبا چهارشنبه میانمار ته سفر کوي چې له اټکل سره سم د روهنګیا مسئله به یې د سفر عمده ټکی وي.

ښاغلی تیلرسن به د میانمار په پایتخت نایپیداو کې د آن سان سوچي او د پوځ مشر مین آنګ هلاینګ سره وګوري چې د روهنګیایانو د تاوتریخوالي او بې ځایه کیدو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړي.

هغه به همداراز د میانمار د حکومت څخه په خپل ملاتړ او د باور وړ پلتڼو لپاره راخین ایالت ته پر لاسرسي ټینګار وکړي او حکومت به دیته وهڅوي چې د مهاجرینو د ستنیدو لپاره خوندي شرایط رامنځته کړي.

د میانمار پوځ دوشنبې د ورځې د یوه خپاره شوي رپوټ په ترڅ کې د روهینګیا د مسلمانانو په اقلیت باندې د جنسي تیریو او وژنو څخه انکار کړی دی، خو ځینی قربانیان د پوځ دا رپوټ ردوي.

د ناظمه بیګم په نامه یوه ښځه وایي چې د میانمار پوځیانو د هغوی نارینه ووژل او کورونه یی وسوځول.

د حسنا آراء په نامه یوه بله میرمن وایي "زما کور ته درۍ سرتیري راننوتل، پر ما یی تیری وکړ او زما تر ټولو کمکی ماشوم یي اور ته واچاوه."

په داسې حال کې چې د امریکا د کانګرس غړو د برما د پوځ پرخلاف د نویو بندیزونو په اړه قوانین پیشنهاد کړي دي، خو د ټرمپ ادارې ددې اقدام هرکلی نه دی کړی او ټیلرسن لا پریکړه نه دی کړې چې دغه تاوتریخوالی قومي تصفیه وبولي.

ښاغلی ټیلرسن په داسې وخت کې میانمار ته ځي په جګړه کې د جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې پرامیلا پټن د یکشنبې په ورځ وویل چې د میانمار د پوځ پر خلاف تورونه به د هاګ په نړیوالې جنايي محکمې کې مطرح کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د میانمار د پوځ د دوشنبې د ورځې رپورټ رد کړ. دغه سازمان وايي چې د پوځیانو له خوا د روهنګیایانو د وژلو او پر هغوی تیری کولو او همدارنګه د هغوی د کورونو سوځولو په اړه کره ثبوت لري.

د سږ کال د اګست د میاشتی راهیسې چې امنیتي ځواکونو خپل تصفیوي عملیات پیل کړي، له شپږ سوو زرو نه زیات روهینګیاییان د ظلمونو او تیریو له ویرې ګاونډي هیواد بنګله دیش ته تښتیدلي. پوځ وایي دوي دا عملیات وروسته له هغه پیل کړل چې روهینګیایانو پر امنیتي پوستو باندی برید وکړ او دولس تنه سرتیري یی ووژل.

XS
SM
MD
LG