د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ناټو له غړو وغوښتل چې د خپلو مالي ونډو پلان وسپاري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ناټو له غړو سره به پر اوکراین د روسیې د تیري په اړه هم بحث کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د ناټو له غړو سره به پر اوکراین د روسیې د تیري په اړه هم بحث کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تلرسن د ناټو له غړو وغوښتل چې په دوو میاشتو کې دې د خپلو مالي ونډو پلان وسپاري.

متحده ایالاتو د ناټو له غړو غوښتي چې په دوو میاشتو کې د دغه سازمان لپاره د خپلو ونډو پلان وسپاري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټلرسن د ناټو د سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د خپلو ناخالصو داخلي تولیداتو دوه فیصده په دفاعي چارو ولګوي چې د ناټو تړون وکولی شي د ترهګرو او نورو ورانکارو په ضد خپل ماموریت سم ترسره کړي.

هغه همداراز د اسلامي دولت د ډلې پر خلاف جګړه او د ترهګرۍ په وړاندې نورو اقداماتو کې د ناټو مهم رول وستایه او ویې ویل چې غواړي په دې برخه کي د ناټو د رول د لا زیاتولو په اړه خبرې وشي.

ښاغلي ټلرسن وویل "غواړو چې په ختیځه اروپا، په تیره بیا په اوکراین کې د روسیې د تیري په وړاندې د ناټو د رول په هکله هم بحث وکړو".

دفاعي لګښتونه

د ځینو اروپایي حکومتونو لپاره د دفاعي لګښت زیاتول له ځان سره سیاسي خطرونه لري ځکه چې حکومتونه دغه پیسې په ټولنیزو پروګرامونو لګوي او دوی ته قناعت ورکول د ناټو د مشرتابه ته اسان نه دي.

خو د ناټو سرمنشي ینز ستولتنبرګ د دفاعي لګښتونو زیاتول د امریکا د خوشحالۍ لپاره نه، بلکه د اروپا د امنیت لپاره "مهم" بولي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل "اروپا د شمالي افریقا او منځني ختیځ د تاوتریخوالي له امله له پیچیده وضعیت او ځواکمنې روسیې سره مخامخ ده چې، د اوکراین په څیر د یو ګاونډي پرخلاف د ځواک استعمالول غواړي".

جرمني د دغې غوښتنې په وړاندې زړه نازړه دی، خو په بریتانیا کې خلک د ټرمپ له ادارې سره ډیرې همکارۍ ته لیوال دي، ځکه چې له اروپايي ټولنې نه د بریتانیا وتلو له امریکا سره د امنیتي اړیکو د ټینګښت د اړتیا په اړه بحثونه پارولي دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ډیویډ اوون وايي بریتانویان باید امریکا ته دا ثابته کړي چې هغوی ورته ارزښت لري او چمتو دي چې د خپلې اوسنۍ ونډې زیاته برخه پرې کړي.

بریتانیا په داسې وخت کې د اف-۳۵ جټ الوتکو په مشترک پروګرام د زیاتې پانګونې اعلان وکړ چې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس په لندن کې و.

د بریتانیا د دفاع وزیر مایکل فالن وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې دوامداره دي، ځکه چې د ده په وینا اساس یې پر ګډو ارزښتونو ولاړ دی.

ښاغلي مټیس د لندن وروستي ترهګریز برید ته په اشارې وویل چې دواړه هېوادونه ګډ هدف لري" مونږ د خپلو امنیتي ستونزو په اړه ګډ موقف لرو، ځکه چې دواړه هیوادونه د هغو ورانکارو پرخلاف دي چې غواړي مونږ ته زیان ورسوي او ومو وویروي. خو مونږ نه ویریږو".

د امریکا حکومت د مۍ په میاشت کې د ناټو له هغې سرمشریزې غونډې نه مخکې ددې سازمان غړو ته د ونډې د زیاتولو خبره کوي چې پکې ولسمشر ټرمپ به هم پخپله د قناعت ورکولو هڅه وکړي.

XS
SM
MD
LG