د لاس رسي وړ اتصالات

په لبنان کې د نیابتي جگړې غوښتونکو ته د تیلرسن خبرداری


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، د جمعې په ورځ وویل چې امریکا له هغو اقداماتو سره مخالفه ده چې ښایي د لبنان ثبات وگواښي.

ښاغلي تیلرسن د یوې اعلامیې په خپرولو سره همداشان هغو هیوادونو ته خبرداری ورکړ چې غواړي د لبنان نه استفاده وکړي او خپلې "نیابتي جگړې" هلته تنظیم کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په اعلامیه کې ټینگار کړی چې د لبنان د امنیتي ځواکونو نه پرته هیڅ بهرنی ځواک، ملیشې او یا نورې ډلې نه شي کولای په هغه هیواد کې مشروعیت ولري.

ښاغلي تیلرسن وویل "متحده ایالات د لبنان دننه او بهر ډلو نه غواړي چې د لبنان د حکومت او پوځي ځواکونو په گډون د دې هیواد استقلال، د خاورې بشپړتیا او مشروع ادارو ته درناوی وکړي."

ښاغلي تیلرسن همداشان د لبنان صدراعظم سعد حریری، د امریکا د متحده ایالاتو یو غښتلی شریک وگاڼه.

د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله، د جمعې د ورځې په سهار سعودي عربستان د لبان د صدراعظم سعد حریري په توقیفولو تورن کړ. ښاغلي نصرالله همداشان تور ولگاوه چې عربستان له اسرائیل نه غوښتي چې پر لبنان برید وکړي.

ښاغلي حریري تیره اونۍ په ناڅاپي توگه له خپل مقام نه استعفا وکړه خو د هغه استعفا د لبنان د جمهور رئیس له لورې ونه منل شوه. د حزب الله مشر ادعا کوي چې سعودي عربستان ته د سفر پر وخت د حریری استعفا د لبنان "د اساسي قانون" خلاف ده او زیاته کړې یې ده چې د حریري استعفا د "فشار" په نتیجه کې شوې ده.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل چې "هیڅ داسې نښه نښانه" نشته چې ښاغلی حریري دې د سعودي عربستان د مقاماتو له لورې د خپل مقام نه د استعفا لپاره تر فشار لاندې نیول شوی وي.

ښاغلي تیلرسن دا هم ویلي چې "اړتیا ده چې حریري لبنان ته راشي او په رسمي توگه استعفا" وکړي تر څو د هغه هیواد حکومت په سمه توگه اداره شي.ټ

په بیروت کې مقاماتو ویلي دي چې د هغوی په باور ښاغلی حریري په سعودي عربستان کې توقیف شوی دی. د لبنان د صدراعظم د استعفا او توقیف کیدو خبر په داسې حال کې مطرح کیږي چې لبنان د ایران او سعودي عربستان د قدرت ښوونې د لومړۍ جبهې په توگه گرځیدلی دی.

ښاغلي حریري د خپلې استعفا پر وخت چې د سعودي عربستان له تلویزیون نه خپریدله په عربي هیوادونو کې د ایران او حزب الله کړنې وغندلې او وویل چې ژوند یې له گواښ گسره مخامخ دی.

د سعد حریري پلار رفیق حریری، چې د لبان پخوانی صدراعظم و په ۲۰۰۵ میلادی کال کې په یوه بمي حمله کې ووژل شو.

XS
SM
MD
LG