د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ د مستقیمو خبرو امکان


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د چین د جمهور رئیس شي جن پینگ سره د خبرو پر وخت
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د چین د جمهور رئیس شي جن پینگ سره د خبرو پر وخت

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا سره د خبرو لپاره مستقیم چینل پرانستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن وایي، د امریکا متحده ایالاتو د شمالي کوریا سره د خبرو لپاره مستقیم چینل پرانستی دی او په دې اړه پلټنې کوي چې آیا د کیم جونگ اون رژیم د اټومي وسلو نه د لاس اخیستلو په اړه خبرو ته لیواله دی او که نه.

ښاغلی تیلرسن په چین کې دی او هڅه کوي چې په شمالي کوریا باندې د فشار د زیاتولو په مقصد د چین همکاري جلب کړي.

ښاغلي تیلرسن د چینایي مقاماتو سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل "مونږ د پوینگ یانگ سره د مکالمې لپاره چینلونه لرو". هغه وویل چې د پیونگ یانگ سره د خبرو لپاره درې چینلونه پرانستي دي.

د کوریا په ټاپو وزمي کې د رامنځ ته شوي کړکیچ په اړه ښاغلي تیلرسن د شمالي کوریا د اټومي پروگرام او همداشان دواړو خواو په تجارتي مسایلو او چین ته د جمهور رئیس دونالد ټرمپ د نوامبر د میاشتې په پلان شوي سفر د چین د جمهور رئیس شي جن پینگ سره خبرې وکړې.

دمخه تر دې د شنبې په سهار ښاغلي تیلرسن د چین د لوړپوري مشاور یانگ جی چي او د بهرنیو چارو له وزیر وانگ یي، سره ولیدل او د بیجینگ په هغو ژمنو یې خبرې وکړي چې د شمالي کوریا نه د ډبرو د سکرو، اوسپنې، فولادو، سربو او سمندري خواړو واردات محدود کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا شمالي کوریا په ٢٠١٦ کې چین ته د خپلو صادراتو له درکه یونیم میلیارد ډالر ترلاسه کړي دي.

چین د شمالي کوریا لومړی درجه تجارتي شریک دی او واشنگټن وایي چې د چین ملگري کول بهرنیو اسعارو ته د پیونگ یانگ د لاس رسي د مخې نیولو لپاره ډیر مهم دي.

خو د نړیوالې سولې لپاره د کارنیگي څیړنیز مرکز د اسیا د پروگرام رئیس دوگلاس پال د امریکا غږ ته ویلي دي چې چین پر شمالي کوریا باندې محدود نفوذ لري.

XS
SM
MD
LG