د لاس رسي وړ اتصالات

د ټایټانیک کښتۍ د یو مسافر د لاس ساعت په ۱.۴۶ ملیون ډالرو وپلورل شو


په انګلستان کې شنبه اپریل ۲۷ ( غوایي اتمه) د ټایټانیک ډوبې شوې کښتۍ د یو تر ټولو شتمن مسافر د لاس ساعت په بولۍ کې په ۱.۱۷ ملیون پونډو وپلورل شو چې ۱.۴۶ ملیون امریکایي ډالر ترې جوړیږي.

د ټایټانیک کښتۍ په ۱۹۱۲ کال کې ډوبه شوه. د بولۍ تنظیم کوونکي وایي تر اوسه د دې کښتۍ څخه تر لاسه شوی هیڅ بل شی په دومره لوړ قیمت نه و پلورل شوی.

سره لدې چې د بولۍ تنظیم کوونکو اټکل کړی و چې ښایي د سرو زرو دا ساعت د سلو زرو څخه نیولې تر یو نیم سل زرو پونډو پورې وپلورل شي خو د متحده ایالاتو څخه یو پیردونکي وروستۍ بولي وګټله.

پدې ساعت باندې د ټایټانیک د ډوبې شوې کښتۍ د مسافر، امریکایي سوداګر جان جیکوب آستور د نوم لومړني تورې لیکل شوي و.

دا امریکایي سوداګر د ۱۹۱۲ کال د اپریل د میاشتې په ۱۵ مې نیټې چې د ټایټانیک کښتۍ ډوبه شوه، ۴۷ کلن و. ښاغلي آستور په هغه وخت کې د نړۍ تر ټولو شتمن شخص په حیث شهرت درلود.

دی د ټایټانیک په کښتۍ کې پداسې حال کې ډوب او مړ شو چې په وړۍ کښتۍ کې د خپلې میرمنې سره په سپریدو کې یې مرسته وکړله او میرمن یې ژوندۍ پاتې شوه.
د آستور مړی د کښتۍ ډوبیدو څخه یوه اوونۍ وروسته پداسې حال کې وموندل شو چې همدا ساعت یې په لاس کې تړلی و.

په انګلستان کې د بولۍ تنظیم کوونکي وایي چې دا ساعت په بشپړه توګه خپل اصلي حالت ته ګرځول شوی و او د ډیرې مودې لپاره په کښتۍ کې د ډوب شوي امریکایي سوداګر زوی، پخپل لاس کې تړلی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG