د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د غواګانو د فاضله موادو په انرژۍ چلېدونکی راکټ فضا ته توغوي


په جاپان کې د راکټ د انرژۍ د جوړولو دپاره په ځايي فارمونو کې د غواګانو فاضله مواد کارول کیږي.
په جاپان کې د راکټ د انرژۍ د جوړولو دپاره په ځايي فارمونو کې د غواګانو فاضله مواد کارول کیږي.

په نړۍ کې په لومړي ځل جاپان داسې راکټ ازمویلی چې د تیلو پر ځای د غواګانو فاضله مواد سوځوي.

دغه ازموینه د پنجشنبې په ورځ دسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) د جاپان په کلیوالي سیمې تایکي کې ترسره شوه او په ترڅ کې یې ولیدل شول چې له راکټ څخه د لسو ثانیو دپاره ۱۵ متره لوړه نیلي نارنجي رنګه شعاع او د اور لمبه وځي.

د انټرسټیلر تکنالوژۍ اجرائیوي رئیس تاکایرو انګاوا په وینا، دا راکټ د تیلو پر ځای د "بایومیتان" ګاز سوځوي چې په بشپړ ډول د سیمې په دوو فارمونو کې د غواګانو له فاضله موادو څخه جوړ شوی دی.

انګاوا فرانس پرس ته وویل: "موږ دا کار یوازې د دې لپاره نه کوو چې دا د چاپیریال لپاره ښه دی، بلکې ځکه چې دا داخلي تولید دی، خورا ارزانه دی، او داسې د سونګ مواد دي چې هم قوي او هم پاک دي."

هغه وویل: "فکر نه کوم چې دا به مبالغه وي، چې کیدای شي دا کار په ټوله نړۍ کې عام شي. موږ لومړنی خصوصي شرکت یو چې دا کار کوو."

له راکټ څخه د لسو ثانیو دپاره ۱۵ متره لوړه نیلي نارنجي رنګه شعاع او د اور لمبه وتله.
له راکټ څخه د لسو ثانیو دپاره ۱۵ متره لوړه نیلي نارنجي رنګه شعاع او د اور لمبه وتله.

د انټرسټیلر شرکت تمه لري د غواګانو د فاضله موادو د انرژۍ په کارولو سره په فضا کې سپوږمکۍ ځای په ځای کړي. دغه شرکت ددې کار دپاره د صنعتي ګازو د تولیدونکي شرکت "ایر واټر" سره همکاري پیل کړې ده.

د ایر واټر شرکت له ځایی بزګرانو سره کار کوي چې په خپلو فارمونو کې داسې وسایل ځای پرځای کړي چې د غواګانو فاضله مواد په بایوګاز تبدیل کړي. وروسته ایر واټر شرکت له فارمونو څخه دا بایوګاز راټولوي او د فضايي راکټونو په انرژۍ یې بدلوي.

د ایر واټر انجنیر تومو هیرو نیشیکاوا وویل، جاپان د انرژۍ محدودې داخلي سرچینې لري او اړ دی ترڅو داسې په کور دننه د انرژۍ تولید ته توجه زیاته کړي چې لږ زهرجن ګازونه تولیدوي.

هغه زیاته کړه: "د دې سیمې د غواګانو فاضله مواد خورا ډیر ظرفیت لري. که په نړیوالو چارو کې څه بدلون راشي، دا مهمه ده چې جاپان له وړاندې د انرژۍ داخلي سرچینې موندلي وي."

د غواګانو د فاضله موادو په انرژۍ د چلېدونکي راکټ ازموینې ته تیاری نیول کیږي.
د غواګانو د فاضله موادو په انرژۍ د چلېدونکي راکټ ازموینې ته تیاری نیول کیږي.

د جاپان فضايي ماموریتونه

د جاپان فضايي ادارې (JAXA) د سپتمبر په میاشت کې خپل "مون سپنر" ماموریت پیل کړ، مګر دا سکتور په وروستیو کلونو کې د دوو ناکامو ماموریتونو سره له ستونزو سره مخ دی.

د جولای په میاشت کې د جاپان په تیلو چلېدونکی د اپسیلون فضايي راکټ هوا ته له توغېدلو ۵۰ ثانیې وروسته وچاودېد.

د غواګانو له فاضله موادو ترلاسه کیدونکی بایوګاز لا وړاندې د نړۍ په نورو برخو کې د سونګ د توکو په توګه کارول کیږي. د هند په اینډور ښار کې ښاري بسونه د همدې ګازو په مټ چلیږي.

د غواګانو او نورو څارویو فاضله مواد د نړۍ د ۱۴ سلنه زهرجنو ګازونو د تولید لامل ګڼل کیږي. کارپوهان وايي، له خوشایو څخه د انرژۍ د تولید صنعت به د چاپیریال په پاک ساتلو کې هم مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG