د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې له هرو څلورو بالغو کسانو څخه یو تنباکو کاروي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د تنباکو د استعمال د کمولو لپاره د لا قوي اقداماتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د تنباکو کارول لا هم د عامې روغتیا لپاره په افغانستان کې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

د مې د ۳۱مې نېټې، چې د تنباکو ضد نړیواله ورځ وه، پدې مناسبت په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان استازي ډاکټر اډوین سېنیزا سلواډور وویل چې د تنباکو له زیانونو څخه د خلکو ساتنه د ټولو ګډه دنده ده او د یوې روغې ټولنې د جوړولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د تنباکو شرکتونه لا هم د بازارموندنې له تګلارو کار اخلي او د خپلو محصولاتو خطرونه کم ښيي.

په دغو تګلارو کې د تنباکو خوندور یا معطر محصولات هم شامل دي چې زیاتره د ځوانانو د جذبولو لپاره جوړېږي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د تنباکو استعمال لا هم پراخ دی او له هرو څلورو بالغو کسانو څخه یو تن د تنباکو محصولات کاروي. نسوار لا هم د تنباکو تر ټولو عام استعمالېدونکی ډول دی، خو روغتیايي چارواکي د ځوانانو، په ځانګړې توګه د تنکیو هلکانو ترمنځ د تنباکو د استعمال د زیاتېدو په اړه هم اندېښنه لري.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د تنباکو د استعمال د مخنیوي هڅې د عامه پوهاوي د کموالي او په هېواد کې د تنباکو د کنټرول د هر اړخیزو پالیسیو د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

د "تنباکو اطلس" د شمېرو له مخې، په افغانستان کې هر کال له ۹ زرو څخه زیات کسان د تنباکو اړوندو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ستونزې اقتصادي اغېزې هم د پام وړ دي. اټکل کېږي چې د تنباکو استعمال هر کال هېواد ته شاوخوا ۹.۲ میلیارده افغانۍ، یا نږدې ۱۳۰ میلیون ډالر زیان رسوي.

د عامې روغتیا متخصصین وایي چې د عامه پوهاوي پراخول، د سختو مقرراتو پلي کول او د سګرټ لوګي څخه د پاک چاپېریال د رامنځته کول به په راتلونکو کلونو کې د تنباکو د استعمال د کمولو او د عامې روغتیا د خوندي کولو لپاره مهم اقدامات وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG