د لاس رسي وړ اتصالات

د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک پای؛ امریکا تر ټولو زیات مډالونه وګټل


د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک لوبې د ۱۶ ورځو جدي سیالیو وروسته نن د یکشنبې په ورځ اګست ۸ (زمري ۱۷) پای ته ورسیدې او امریکایي لوبغاړو وکړای شول چې ددغو سیالیو تر ټولو زیات مډالونه وګټي.

د توکیو د ۲۰۲۰ المپیک لوبې چې د کرونا وبا د خپریدو له امله د یو کال ځنډ وروسته جوړې شوې وې امریکایي لوبغاړو ۳۹ د سرو زرو، ۴۱ سپین زرو او ۳۳ برونز (ژیړو) مدالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.

د امریکا وروسته چین ددې سیالیو تر ټولو زیات مدالونه وګټل. چینایي لوبغاړو ۳۸ د سرو زرو، ۳۲ د سپینو زرو او ۱۸ برونزو مډالونه په ګټلو سره دوهم مقام وګاټه.

روسي وزرشکارانو چې د دوپینګ د پیښو په وجه یې د المپیک تر بیرغ لاندې سیالۍ وکړې په درېیم مقام کې راغلل چې ۲۰ د سرو زرو، ۲۸ سپینو زرو او ۲۳ برونزو مډالونه یې ترلاسه کړل.

دا دوهم ځل دی چې روسي لوبغاړي د غیر قانوني موادو د اخیستلو په وجه چې حکومت یې پدې کار سترګې پټې کړي د الکپیک په سیالیو کې د خپل هیواد د بیرغ پر ځای د المپیک تر بیرغ لاندې لوبې وکړې.

جاپاني لوبغاړو چې هیواد یې ددغو لوبو کوربه دی د دوو سرو زرو د ۲۷ مدالونو، د سپینو زرو ۱۴ او ۱۷ برونزو مډالونو په ګټلو سره په څلورم مقام کې راغلي دي.

د افغانستان په استازیتوب په دغو سیالیو کې پنځو لوبغاړو کډون کړی و چې هیڅ یو یې د مډال په اخیستلو ندی بریالی شوی.

د ټولې نړۍ له هیوادونو څخه ورزشکارانو په ۳۳ مختلفو ورزشونو کې پرله پسې ۱۶ ورځې پداسې حال کې سختې سیالۍ وکړې چې ستدیمونه د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي د محدودیتونو په وجه د نندارچیانو څخه خالي وو.

د کروناویروس خپریدو د دغو سیالیو په ترڅ کې زیاتې ستونزې رامنځ ته کړې، خو د لوبې یې بیا ونه ځنډولې.

XS
SM
MD
LG