د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو له شمالي کوریا نه درې خوشې شوي امریکایانو سره راځي


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د شمالي کوریا د مشر سره له کتنې وروسته درې امریکایان چې هلته بندیان وو له ځان سره امریکا ته راوړي.

جمهور رئیس ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي هغه الوتکه چې پمپیو او درې امریکایان په کې ناست دي د پنجشنبې په ورځ( مۍ۱۰) دوه بجې د مریلند ایالت د اندریو په هوایي اډه کې ښکته کیږي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې پخپله به د هغوی د هرکلي لپاره هوایي ډگر ته ورشي. ښاغلی ټرمپ په خپل ټویټر کې دا هم لیکلي دي چې ددغو دریو امریکایانو روغتیایي حالت ښه دی.

جمهور رئیس ټرمپ د ښاغلي پمپیو او د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون ترمنځ کتنه "ښه" بللې او ویلي یې دي چې د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ د کتنې لپاره ځای او نیټه ټاکل شوې ده.

کیم دونگ چل یو امریکایي تبعه دی چې د ٢٠١٦ کال په اپریل کې د شمالي کوریا د حکومت له لورې د جاسوسۍ په تور په لس کاله بند محکوم شوی و.

XS
SM
MD
LG