د لاس رسي وړ اتصالات

سنا ته د روسیې د مداخلې په هکله د استخباراتي چارواکو وضاحت


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د هیواد استخباراتي ادارو ته امر کړی چې د متحده ایالاتو د ٢٠٠٨ میلادي کال د ټاکنو په هکله هم څیړونه وکړي چې دی یې د لومړي ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته ورسوو.

یو امریکایي چارواکي امریکا غږ ته تائیده کړې ده چې اوباما به د پنجشنبې د ورځې د بحثونو نتیجې به په ورته ورځ ترلاسه کړي او منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته به د دې مسالې په هکله سبا جمعه مالومات ورکړ شي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره یا CIA او د امریکا د فدرالي استخباراتو اداره یا FBI دواړو ویلي چې د روسیې حکومت د ٢٠١٦ میلادي کال په انتخاباتو کې په انترنتي لاسوهنې یا هکینگ کې لاس درلود او دا اسناد یې بیا د ویکي لیکس له لارې خپاره کړل چې په انتخاباتو کې گډوډي رامنځته کړي.

د سنا مجلس د وسلوالو قواوو د کمیټې په استماعیه غونډه کې د ملي استخباراتو د ادارې مشر، جمیز کلپر، د ملي امنیت د ادارې مشر مایکل روجرز او د دفاع وزرات د اسخباراتي څانگې د معین مارسل لیتر نه پوښتنې کیږي.

د امریکا د سنا مجلس د استماعیې غونډه د وسلوالو قواوو د کمیتې د مشر جان مکین په وینا پیل شوه. هغه وویل "هر امریکایي باید د روسیې له اقدام څخه باخبره اووسي."

جان مکین زیاته کړه کانگرس باید پر امریکا باندې د انترنتي بریدونو د مخنوي لپاره دوه حزبي اختلافات شاته پریږدي.

د سنا ننۍ غوڼدې په داسې حال کې کیږي چې د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ پرون وویل چې د متحده ایالاتو د استخباراتو د ټولو اولسو ادارېو ارزیابي داده چې روسیې د تیر کال په ټاکنو کې د دموکرات ګوند د ایمیلونو په هک کولو کې لاس درلود.

"استخباراتي ادارو د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر په میاشت کې د ټاکنو د مخه دا څرګنده کړې وه چې روسیه زمونږ په ټاکنو کې لاس وهي. استخباراتي ادارې دا ډول کار نه کوي. د اولسو بیلابیلو استخباراتي ادارو د نظر دغه یووالی د پام وړ خبره ده."

خو ښاغلي ټرمپ په دوامداره توګه د ولایمیر پوتین ستاینه کړې ده. هغه په وروستیو وختونو کې د روسیې ولسمشر ددې لپاره وستایه چې د اوباما د ادارې له خوا د روسي دپلوماتانو د ایستلو په اړه یې بالمثل ځواب ور نکړ.

ښاغلي ټرمپ ټینګار وکړ چې هر چا د دموکرات ګوند کمپیوټري سیستمونه هک کولای شول او دا چې د هغه د سیالې هیلري کلنټن د مبارزې ډلې باید له زیات احتیاط نه کار اخیستی وای.

ښاغلي مکین چې یو وخت یې د جمهوري ریاست لپاره مبازره کوله تل روسیه غندلې ده.

"مونږ به په کانګرس کې د لا سختو بندیزونو د لګولو لپاره کار وکړو چې د نورو بریدونو مخه ونیسو او مونږ به ددې هدف د ترلاسه کولو لپاره په دوه ګوندیز اساس کار کوو."

ښاغلی مکین او یو بل جمهوری غوښتونکي سناتور لنډسي ګراهم هغه وخت پردغه پیغام ټینګار وکړ چې په تیره اونۍ کې یې د پخواني شوروي له جمهوریتونو نه لیدنه کوله.

ښاغلي ټرمپ د ټکساس ایالت د تیلو یو سوداګر د بهرنیو چارو وزارت لپاره نومولی دی چې له ښاغلي پوتین سره نږدې اړیکې لري. دا څرګنده نه ده چې د سنا غړي به د هغه د ټاکنې ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG