د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو د چینایي لوړپوړي دپلومات سره د تړلو دروازو تر شا خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوړپوړي چینایي دپلومات یانک جیچي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوړپوړي چینایي دپلومات یانک جیچي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او لوړپوړي چینایي دپلومات یانک جیچي په هاوایي کې د تړلو دروازو تر شا شپږ ساعته خبرې وکړې.

د ۲۰۱۹ کال د اګست راپدیخوا دا لومړی ځل دی چې د امریکا د متحده ایالاتو او چین لوړپوړي دپلوماتانو په مستقیمه توګه د چهارشنبې په ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۸) خبرې وکړې، خو دغو دواړو لوړپوړو مقاماتو د خبرو د جزییاتو په هکله هیڅ ډول څرګندونې ونکړې.

د چین دولتي رسنیو د امریکا او چین د مقاماتو لیدنه کتنه مثبته ګڼلې او په عین وخت کې د ښاغلي پمپیو یو ویاند په ټینګار سره وویل چې «دواړه هیوادونه پوره دوه اړخیزو اړیکو ته» اړتیا لري.

دغه لیدنه کتنه پداسې حال کې کیږي چې د واشنګټن او بیجینګ اړیکې د مختلفو موضوعاتو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، د چین د اویغور مسلمان اقلیت د حقونو او د کروناویروس د شفافیت په څیر موضوعګانو پر سر د څو تیرو لسیزو په پرتله اوس ډیرې خړې پړې دي.

د نورو اختلافونو تر څنګ د چهارشنبې په ورځ متحده ایالات د جي ۷ هیوادونو د نورو غړو سره یوځای شو او د چین د هغې پریکړې په هکله یې اندیښنه څرګنده کړه چې غواړي په هانګ کانګ باندې د دغه هیواد د ملي امنیت قانون پلی کړي.

د جي ۷ سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه اعلامیه کې له چین غوښتي چې پدې موضوع یو ځل بیا غور وکړي او زیاته کړې یې ده چې: «مونږ همداشان سخت اندیښمن یو چې دغه عمل به د (هانګ کانګ) د خلکو اساسي حقونه او آزادي محدوده او وګواښي.»

له بلې خوا د امریکا او چین ددغو دوو مقاماتو لیدنه کتنه پداسې حال کې کیږي چې د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولتن ادعا کړې ده چې د چین د جمهور رئیس شي جینپینګ په ګډون د نړۍ له یو شمیر مشرانو سره د خپلو شخصي ګټو په خاطر په تعامل کې دی.

ښاغلي بولټن د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مقاله کې ادعا کړې ده چې ښاغلي ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د شلو هیوادونو د ډلې د غونډې په ترڅ کې د خپل چینایي سیال نه غوښتي وو چې هغه هیواد دې د امریکا د زراعتي محصولاتو اخستل زیات کړي چې ددې لارې هغه وکړای شي د ۲۰۲۰ کال د نومبر په انتخاباتو کې زیاتې رای ترلاسه کړي او په بدل کې به امریکا پر چینایي صادراتي محصولاتو باندې مناسبې ګمرکي تعرفې ولګوي.

د جمهور رئیس ټرمپ حکومت ویلي دي چې ښاغلي بولتن په خپل کتاب کې د پټو مسایلو د نه بربڼډولو موافقې نه تیری کړی او د امریکا د متحده ایالاتو ملي امنیت یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG