د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښورمیشتو افغان مهاجروسولې کاروان غړي کابل ته ورسیدل


د تورخم د سولې د کاروان غړو د تیرې پنجشنبې په ورځ له تورخم څخه په خپلو پښو مزل پیل کړ او همغه ورځ جلال اباد ښار ته ورسیدل.
د تورخم د سولې د کاروان غړو د تیرې پنجشنبې په ورځ له تورخم څخه په خپلو پښو مزل پیل کړ او همغه ورځ جلال اباد ښار ته ورسیدل.

په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو ځوانانو د "تورخم د سولې د کاروان" حرکت غړي نن غرمه مهال( چنګاښ ۴مه)پلازمینې کابل ته ورسېدل او پدې توګه یې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو په هدف له تورخم څخه تر کابله پلی مزل بشپړ کړ.

کابل ته د "تورخم د سولې کاروان " غړو هرکلی په کابل ښار د څرخي پله په دروازه کې وشو او د کډوالو چارو د وزیر په ګډون ګڼ شمیر خلکو د کاروان غړو ته په غاړه کې د ګلونو ګېډۍ واچولې.

د تورخم د سولې د کاروان مشر جرنیل پښتون له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تورخم نه د سولې د پلي مزل دې حرکت په اوو ورځو کې ځان کابل ته رسولی په حضوري چمن کې به د خپلې داعیې سولې د غږ د پورته کولو لپاره به میشت شي.

جرنیل پښتون چې اصلا د پکتیا اوسېدونکی دی او په پېښور کې میشت افغان کډوال دی وویل له طالب جنګیالیو او افغان حکومت د سولې د راوستو او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي او د همدې لپاره یې اووه ورځې پلی مزل له تورخم نه تر کابله وکړ.

هغه وویل" سوله مو نوم ورکړی، چې سوله غواړو، خو د سولې شاته هم ډېر څه پراته دي. احساس ده مینه ده اسلامي مینه ده. مونږ راپورته شوي یو چې د سولې احساس را پیدا کړو".

جرنیل پښتون وویل چې دوی دا حرکت له پېښور نه پيل کړی وو او اووه غړي لري.

ددې حرکت یوه بل غړي جمیل خان عزیزي چې د پېښور په اکوړه خټک کې کډوال دی وايي، دا ستړیا او پلی مزل یې له تورخم نه تر کابل د سولې لپاره کړی وايي، نور له جنګ ستړي دي.

جمیل خان عزیزي وویل "دېرش څلوېښت کاله مونږ پاکستان کې مهاجر یو بیا هم په خپل وطن کې جنګ دی، جنګ نور بس دی. د دولت له مشرانو سوله غواړو. طالبانو نه سوله غواړو".

د تورخم د سولې دا حرکت دا هم وايي، چې حضوري چمن کې به واړوي او ترهغو چې مثبت ځواب ورته نه وي ورکړی شوی خپل حرکت ته به دوام ورکوي.

د تورخم تر حرکت وړاندې د هلمند د سولې ولسي حرکت لومړنی حرکت وو چې د سولې لپاره د هلمند له لښکرګاه تر کابل پلي اووه سوه کیلومټره راغلي دي.

د هلمند حرکت چې اوس د ولسي حرکت په نوم مشهور دی د تیرې یکشنبې له ورځې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته په پرلت ناست دي.

د هلمند دسولې ولسي حرکت غړي په پام کې لري، چې سبا د سه شنبې په ورځ به د یوناما له دفتر څخه د هغو څلورو هیوادونو د سفارتونو څخه یو سفارت ته لاړ شي او د سفارت مخ ته به خپل پرلت دوام ورکړي، چې د دغه حرکت د غړو پر وینا پر طالبانو باندې نفوذ لري.

په دغو سفارتونو کې د امریکا، روسیې، پاکستان او ایران سفارتونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG