د لاس رسي وړ اتصالات

د ارام سمندر د حوزې هیوادونه له امریکا پرته سوداگریز تړون پرمخ بیایي


د ویتنام او جاپان د سوداګرۍ او اقتصادي رغونې وزیران د ارام سمندر د حوزې د همکارۍ ټولنې په غونډه کې

هغه هیوادونه چې د آرام سمندر د حوزې د همکارۍ ټولنې غړي دي وايي چې ددې ټولنې د سوداګرۍ د تړون پر اساسي ټکو موافقه لري او د امریکا نه پرته به یې پرمخ بوځي.

د آسیا-آرام سمندر د اقتصادي همکاریو سرمشریزه د ویتنام د دانانګ په ښار کې جوړه شوی ده.

د ویتنام د سوداګرۍ وزیر تران توان ان د شنبې په ورځ وویل چې په تیرو ورځو کې د ١١ هیوادونو د استازو د بحث په څلورو پړاونو کې د تړون په یو شمیر ټکو موافقه شوې چې په هغه کې ددې موافقې نوی نوم (سي-پي- ټي-پي -پي) هم شامل دی.

د جاپان د اقتصاد وزیر توشیمیتسو موتګي هیله څرګنده کړه چې امریکا به د دوولسم هیواد په توګه د یولسو هیوادونو له نوي تړون سره بیرته یوځای شي.

خو ښاغلی ټرمپ د جمعې په ورځ په دانانګ کې د سوداګرو یوې غونډې ته د وینا په ترڅ کې د ټي-پي-پي په څیر له څو اړخیزو تړونو سره پر خپل مخکیني مخالفت بیا تکرار کړ، خو څرګنده یې کړه چې د سوداګرۍ په اړه د یو-په-یو ډول له هر هیواد سره خبرو ته تیار دی.

د امریکا پخواني جمهور رئیس بارک اوباما او د جاپان صدراعظم شنزو آبې د ټي-پي-پي د ټولنې مشري پر غاړه درلوده او دغه تړون یې د ۲۰۱۶ د فیبرورۍ په میاشت کې لاسلیک کړی و.

خو د هغه ځای ناستي ښاغلي ټرمپ د خپل جمهوري ریاست په څلورمه ورځ یعنی د ٢٠١٧ کال د جنورۍ په ۲۳ د یو اجرائیوي فرمان په صادرولو سره د سوداګرۍ په دغه تړون کې د امریکا ګډون پای ته ورساوه.

ښاغلی ټرمپ نن د شنبې په ورځ د دانانګ څخه د ویتنام پایتخت هانوی ته ورسید.

XS
SM
MD
LG