د لاس رسي وړ اتصالات

ملایانو ته د یوې ښځې له خوا د ښځو د حقونو په هکله روزنیز پروګرامونه


جمیلې افغاني د ښه مذهبي رول له امله درې نړیوالې جایزې اخیستې دي
جمیلې افغاني د ښه مذهبي رول له امله درې نړیوالې جایزې اخیستې دي

دا مېرمن جمیله افغاني نومیږي چې پېل یې د کابل له ۲۵ ملا امامانو څخه کړی و، او دا مهال د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې ۶۰۰۰ ملا امامان د دې په روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخلي.

په دې پروګرامونو کې همدارنګه د سولې په راتګ کې د ملا امامانو او ښځو پر رول بحثونه کیږي.

مېرمن جمیله افغاني د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې د فعالیت تر څنګ د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیاله هم ده.

جمیله افغاني یو کلنه وه چې د پولیو ناروغۍ معلوله کړه، افغاني وايي د نورو ماشومانو غوندې یې لوبې نه شوای کولای نو کتابونو ته یې مخه کړه، او دا لړۍ یې تر دې ځایه را ورسوله چې دا مهال په نړیوالو اړیکو او شریعاتو کې دوې ماسټرۍ لري او اوس د دوکتورا په زده کړو بوخته ده.

جمیلې افغاني ۱۸ کاله وړاندې د نور په نوم یوه موسسه پېل کړه چې د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې روزنیز پروګرامونه لري. افغاني وايي له ۲۰۰۷ کاله د جوماتونو له ملا امامانو سره د ښځو د حقونو په برخه کې کار کوي.

استاد محمد احسان صیقل چې د جمیله افغاني په روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخلي، په جومات کې یې د ښځو لپاره د لمانځه ځانګړی ځای او مدرسه هم شته‪.

استاد صیقل وايي چې جمیله افغاني د ښځو د زده کړو او روزنې په برخه کې ډېر کار کړی. بصیره مومند چې نن یې په خپله مدرسه کې د جمعې تر لمانځه وروسته د جمیله افغاني وینا اورېدلې وايي ‪چې د هغې خبرې موږ ته جرئت راکوي.

جمیلې افغاني د ښه مذهبي رول له امله درې نړیوالې جایزې اخیستې، او دا مهال دوو نورو ته کاندیده ده، افغاني وايي چې د اریزونا پوهنتون یوې پروفیسرې ایل کیچ د دې پر ژوند یو کتاب لیکلی چې په نژدې وخت کې به په پښتو او دری هم چاپ شي.

XS
SM
MD
LG