د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نور د نړۍ په دریو فاسدو دولتونو کې ندی


د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د نړۍ په دولتونو کې د اداري فساد په هکله کلنۍ رپوټ خپوروي
د شفافیت نړیوال سازمان هر کال د نړۍ په دولتونو کې د اداري فساد په هکله کلنۍ رپوټ خپوروي

د شفافیت نړیوال سازمان چې مرکز یې په جرمني کې دی هر کال د نړیوال شفافیت په هکله کلنی رپوټ خپوروي. ددغه سازمان په تازه رپوټ کې افغانستان د فساد په ضد مبارزه کې پرمختگ کړی دی.

ددې رپوټ له مخې افغانستان اوس په نړۍ کې ١٦٩ فاسد هیواد دی چې د تیر کال په پرتله پنځه درجې پورته شوی او ښه شوی دی. د شفافیت د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې په افغانستان پسې لیبیا، سوډان، یمن، سوریه، شمالي کوریا، جنوبي سوډان او سومالیا دي چې تر ټولو فاسد هیوادونه گڼل کیږي.

افغانستان پرمختګ کړی؟

خو دا چې په ٢٠١٦ کال کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې کوم کارونه شوي دي او لاس ته راوړنې یې څه دي؟

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ سره په مرکه وویل چې د تدارکاتو د پروسې قانوني کول په ځانگړې توگه د ملي اردو د قراردادونه، د اداري فساد د دوسیو د څیړلو لپاره د یو ځانگړي عدلي او قضایي مرکز جوړول او د اداري فساد پر ضد د ملي وحدت د حکومت غښتلی اداره په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د حکومت عمده کارونه دي.

ښاغلي مرتضوي وویل چې د افغانستان حکومت د فساد پر ضد جدي مبارزې ته ژمن دی او د مثال په توگه یې د وزیر او د وزارتونو د معینانو په کچه په فساد ککړو کسانو د محاکمې یادونه وکړه.

گاونډي دولتونه

په دې رپوټ کې د افغانستان دوه گاونډي هیوادونه پاکستان په ١١٦ او ایران په ١٣١ کې راغلي دي. دا په داسې حال کې دي چې تیر کال پاکستان د ١٧٦ هیوادونو په ډله کې ١١٧، د ایران اسلامي جمهوریت ١٣٠شوي وو.

تیر کال د افغانستان بل گاونډی هیواد چین ٨٣ ځای درلود، خو سږکال دې هیواد هم څلور درجې پرمختگ کړی او ٧٩ شوی دی. تاجکستان چې تیر کال ١٣٦ و، سږکال ١٥ درجې ټیټ شوی او په ١٥١ رځای کې راغلی دی. ترکمنستان ۱۵۴ و او بیا هم پر خپل ځای پاته دی. ازبیکستان چې ۱۵۳ و درې درجې نور هم ټیټ شوی او اوس د نړۍ ١٥٦ فاسد هیواد دی.

افغانستان په تیره لسیزه کې تل د اداري فساد د نړیوال نوملړ په تل (بیخ) کې ځای نیولی و. په ٢٠١۴ کال کې د ١٧٥ دولتونو په منځ کې درییم فاسد دولت گڼل شوی و او په ٢٠١٣ کې یې په ١٧٧ هیوادونو کې د دوهم فاسد دولت ځاې خپل کړی و.

تر ټولو پاک دولتونه

ډنمارک، د تیر کال په شان بیا هم د نړۍ تر ټولو له فساد پاک هیواد گڼل شوی دی، خو فنلنډ چې تیر کال له فساد پاک دوهم هیواد و دا ځل دریم شوی او پر ځای یې نيو زیلاند دوهم مقام خپل کړی دی. په دې توگه سویډن چې تیر دریم پاک هیواد و په ٢٠١٦ کې څلورم شوی دی.

د اسلامي هیوادونو په ډله کې عربي متحده امارات په ٢۴ مقام کې راغلي دي.

د ٢٠١٦ کال په اړه د شفافیت د نړیوال سازمان رپوټ ښیي چې د نړۍ په گوټ گوټ کې فساد او ټولنیزه نابرابري یو بل تقویه کوي، د سیاسي تاسیساتو نه خلک ناراضه کوي او د ملتپالو سیاستمدارانو رامنځ ته کیدو او پرمختگ ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG