د لاس رسي وړ اتصالات

فساد سره مبارزه؛ افغانستان په نړۍ کې ۱۶۵م ځای خپل کړی


د نړیوال شفافیت سازمان د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزه کې پرمختګ کړی اوپه دې برخه کې یې ۱۶۵م ځای خپل کړی دی.

دا راپور ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۹ کې د نړۍ په ۱۸۰ هیوادونو کې ۱۷۳م ځای درلود خو په ۲۰۲۰ کې یې د ۱۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره ۱۶۵م ځای کې خپل کړی دی.

افغانستان د نړیوال شفافیت سازمان د ۲۰۱۹ کال په سروې کې ۱۶ امتیازه درلودل او له ۲۰۱۲ څخه تراوسه د دغه هېواد ټول امتیازونه ۱۱ ته رسېږي.

په راپور کې راغلي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د پام وړ حقوقي اصلاحات او بنسټونه رامنځ ته کړي او په دې وروستیو کې یې د فساد ضد د نوي کمیسیون د جوړولو خبر هم ورکړی دی.

افغان چارواکي تائیدوي چې له کلونو راهیسې فساد د افغانستان د دولتي نظام او عامه ادارې باور ته زیان رسولی دی.

د افغانستان د جمهور رئیس دویم مرستیال سرور دانش د روان کال په لیندۍ میاشت کې وویل چې حکومت په تیرو پنځو کلونو کې د فساد د له منځه وړلو په برخه کې بریالی نه و خو جدي اقدامات یې ترسره کړي چې د فساد د کچې د راټیټولو لامل شوي.

د نړیوال شفافیت د سازمان په راپور کې سومالیا او جنوبي سوډان د ۱۲- ۱۲ او سوریه د ۱۴ امتیازونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو مفسده هیوادونه پېژندل شوي دي.

له فساد څخه پاک هېوادونه

د نړیوال شفافیت د سازمان د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې نیوزیلنډ او ډنمارک د ۸۸ – ۸۸ او فنلند د ۸۵ امتیازونو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو پاک هېوادونه دي.

دغه هېوادونه له تیرو درېیو کلونو راهیسې د نړیوال شفافیت سازمان د لیست په سر کې ځای لري.

د امریکا متحده ایالاتو چې په ۲۰۱۹ کې ۶۹ امتیازونه درلودل په ۲۰۲۰ کې د ۷۱ امتیازونو په ترلاسه کولو سره له ۲۳م ځای څخه ۲۱م ته پرمختګ کړی دی.

د نړیوال شفافیت سازمان په هیوادونو کې د فساد کچې ته په پاملرنې له صفر څخه تر ۱۰۰ امتیازه هیوادونو ته ورکوي.

د دغه سازمان د موندنو په اساس په نړۍ کې هیڅ هیواد له فساد څخه پاک نه دی او په ټولو هیوادونو کې په مختلفو کچو کې شته دی.

XS
SM
MD
LG