د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي ولایتونو مشران: ټاکنې دې پخپل وخت وشي


په کندهار کي د ولس غږ په نوم سیاسي بهیر له دولت څخه وغوښتل چې راتلونکې ټاکنې پر وخت تر سره کړي. دغه سیاسي جریان چې د جنوب ولایتي شورا ګاني او ولسي مشران يې غړیتوب لري وايي چې د شفافي او عادلانه ټاکنې د افغانستان د سیاسي ثبات لپاره تر ټولو مهمي دي.

د ولس غږ د خپل موجودیت د اعلان تر څنګ خبرداری ور کړ چې که راتلونکې ټاکنې پر خپل وخت او شفاف ډول تر سره نشي افغانستان په له یوه جدي بحران سره مخ شي.

د کندهار، هلمند، زابل او اروزګان ولایتونو د ولایتي شوراګانو غړي او ولسي مشران چې د ولس غږ د بهیر بنسټ اېښودونکې دي وايي چې له ولسي خلګو سره د هیواد د سیاسي ثبات په اړه اندېښنې ورځ تر بلي زیاتيږي او د ژوند پر هره برخه يې منفي تاثیرات کړي.

د ولس غږ بهیر غړي وايي چې د جنوبي ولایتونو امنیتي حالت د اندېښنې وړ دی.

دوی زیاته کړه چې د اوسني نظام ملاتړي دي خو له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د اصلاحاتو له لاري ولس د حقونو په برخه کې خپل پام زیات کړي.

د راتلونکو ټاکنو دشفافیت او پر وخت تر سره کیده په افغانستان کې د امریکا له نوي سفير جان بیس سره ، کندهار ته د سفر پر مهال د دې ولایت د ولسي استازو د بحث مهمه موضوع وه.

د جنوبي ولایتونو اوسیدونکې باور ښيي چې پر وخت او رڼې ټاکنې د افغانستان د سیاسي ثبات او امنیت سره مرسته کوي او پدې برخه کې دي له افغانستان سره مرسته کونکې هیوادونه هم خپله دنده ترسره کړي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG