د لیبیا پلازمینې طرابلس ته د یاغیانو د ورننوتلو د خبر په خپرېدلو سره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لیبیایي کډوالو او د هغو خواخوږو، په خوشحالۍ سره دغه زیری ولمانځه.
بل پلو، د نړۍ مشرانو هم په دې هکله غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د لیبیا له ولس سره مرستې ته چمتو دي.