د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د ملي بیړني حالت اعلان واشنگټن لړزولی دی


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي بیړني حالت له اعلان نه وروسته سپینې ماڼۍ ته روان دی. د فبروري ١٥ – مه ٢٠١٩ کال سپینه ماڼۍ واشنگټن.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي بیړني حالت له اعلان نه وروسته سپینې ماڼۍ ته روان دی. د فبروري ١٥ – مه ٢٠١٩ کال سپینه ماڼۍ واشنگټن.

د ولسمشر ټرمپ له خوانه د مکسیکو په سرحد کې د ملي بیړني حالت اعلان یو څه پوښتنې پېدا کړېدي چی ایا د ولسمشر له خوانه ددي صلاحیت کارول مشروع دي او که له کانگرس نه صرفنظر کول دي. دموکراسۍ ته ېې تاوانونه او گټې څه دي او دابه په ا ینده کې څه ډول مثال منځته راولي.

د متحدوایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملت ته وو یل په هېواد کې د بیړنیو حالاتو له امله دی دیته ا ړشو چی ملي بیړنی حالت اعلان کړي.

د متحدو ایالاتو و لسمشر ډانلډ ټرمپ وو یل: په دې توگه موږ دهېواد په جنوبی سرحد کې له ملی امنیتی بحران او شخړې سره مقابله کوو. موږ د مخدره موادو له یرغل، ناقانونه ډلو او د خلکو له یرغل سره مخامخ یو او دا د منلو وړ کارندی.

دموکراتان له همدې امله په غوسه دي ا و دا کار داساسي قانون خلاف بولي. یوه دموکراته استازې ډبي واسرمن شولتز وايي: موږ به له هغه سره دمقابلی لپاره له هرې وسیلې نه چې زموږ په واک او اختیار کې وي کار واخلو.

یوه بله دموکراته سناتوره ټیمي ډکرورت وايي ولسمشر هڅه کوي د مالي چارو او نورو پالیسیو په تړاو د هېواد له مقننه قوې نه واک واخلي. په داسې حال کې چې موږد حکومت شریکې او برابرې څانگې یو.

د دې معلوماتو شریکول لازم دي چې متحدو ایالاتو فېدرالي حکومت درې څانگې لري: اوله اجرائیه قوه ده چې ولسمشر ېې مشرتوب کوي؛ دویمه مقننه قوه ده چې د مشرانو جرگه یعنې سنا او ولسي جرگه ېې برخې دي؛ اودریمه قضائیه قوه ده چې ستره محکمه اونورې ایالتي او ښاري محکمی ېې برخې تشکیلوي.

امریکا او د ملي بیړني حالت اعلان
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:44 0:00

یوشمیر جمهوري غوښتونکي د ملي بیړنی حالت اعلان دخطر اعلام بولي. جمهوري غوښتونکی سناتور ټام ټیلیس وايي دی فکر نه کوي چې دد ې ستونزې چاره د ملی بیړني حالت اعلان دی؛ ځکه دابه یو نوی مثال منځته راولی او د دموکراتیک گوند راتلونکي جمهور رئیسان هم بې له شکه ترینه کار اخیستلی شي. خو یو شمیر جمهوری غوښتونکی استازي دولسمشر دا اقدام ستايي.

یو جمهوري غوښتونکی استازی سټیفن پلازو وايي: که دامریکا د سرحد خوندي کول، د پردیو جنایتکارانو او تروریستانو دهمکارانو دراتگ مخنیوی کول، دماشومانو د اختطاف کوونکیو اومخدره موادو د قاچاقبرانو مخنیوی چې زموږ له سرحدونو راتیریږي، دملي امنیت مسله نه وي، نو زه نپوهېږم چې څه به وي.

دامریکا د کانگرس په دواړو خونو کې داسې اکثریت شته دی چې د بیړنی حالت داعلان مخه په قانونی توگه نیولی شي، خو د دې تمه هم شته ده چی ولسمشر به ېې ویتو کړي.

تمه ده د کالیفورنیا ایالت د ولسمشر ددې اقدام په وړاندې محکمې ته مراجعه وکړي.

دکالیفورنیا لوی څارنوال زاویربسیرا وايي: دا د سپتمبرد ١١-مې په څېربیړنی حالت ندی چې موږ ورسره په ٢٠٠١ کال کې مخامخ شولو، دا په ایران کې دامریکا د سفارت دمامورینو دیرغمل کولو په څیرحالت هم ندی چې موږ ورسره په ١٩٧٩ کې مخامخ شولو.

یوشمیر امریکايي قانون پوهان په دې باورد ي چې د سپینې ماڼۍ دلایل به د ملي بیړني حالت د اعلان په اړه په محکمه کې کمزوري ثابت شي.

د عدالت لپاره د برینن مرکز قانون پوه انډریو بوایل وايي: دا زموږ د دموکراسۍ دبنسټ یوجز دی چی د بودجې د اختصاص صلاحیت دکانگرس دی، نه د ولسمشر. کانگرس دا واک لري چې کومو پروژو ته بودجه ورکړي او کومو ته ېې ورنکړي.

انډریو بوایل زیاتوي که ولسمشر داوايي چې ما کانگرس ته ېې قناعت ورنکړی شو چې ددیوال وهلو لپاره بودجه پرې منظور کړم، نو له همدې امله مې له کانگرس نه صرفنظر وکړ چې دې پروژی ته بودجه پیداکړم. دغه کار د مراقبت او توازن نظام ته چې ددیموکراسۍ بنسټ تشکیلوي، تاوان ور رسوي.

XS
SM
MD
LG